که سر درد لرئ له طبعي لارو يې چاره وکړئ

Image caption که سر درد مو سخت وي خپلې پښې په تودو او سړو اوبو کې کېږدئ

د کار فشار او لږ خوب کول د سر خوږي لامل کیږي چې د لېرې کېدو لپاره یې زیاتره وخت درمل خوړل کیږي.

یو شمېر درد لېرې کوونکي درمل په خپل جوړښت کې آسپرین، اسیت امینو فین 'پاراستامول' او کافین لري او ښايي دغه درمل د هغو کسانو لپاره چې د وینې توییدنې، معدې زخم، د بډوډو او ورته نورې ناروغۍ لري له خطره تش نه وي.

د درد د لېرې کولو لپاره د درملو خوړل یوه لار ده، خو ځینې نورې لارې چارې هم شته چې کولای شو د سر له خوږو ځان خلاص کړو:

مساژ: څو دقیقې خپل سر په دوراني ډول ورو تاو راتاو کړئ او په ګوتو یې ورو ورو زور کړئ. دا کار که د بل په لاس وشي نو د آرامۍ لامل کیږي.

خپلې پښې په تودو او سړو اوبو کې کېږدئ:

ښايي باور ونه کړئ، خو که خپلې پښې لومړی په تودو او وروسته په سړو اوبو کې کېږدئ نو ستاسو د سر درد به کم شي.

په دې کار سره په سر کې د وینې د رګونو فشار کمیږي، که سر خوږ ډېر شدید او سخت وي نو په اوبو کې لږ د اوري دانې هم واچوئ.

مروړل: کله مو چې سر خوږ ډېر وي نو یوه نرمه او توده ټوټه پر خپله ټنده او یا هم څټ کېږدئ او ورو یې ومروړئ.

تر دې کار وروسته ټوټه لږ سړه کړئ او ورو یې ومښئ. سړه ټوټه د وینې رګونه سره ټولوي او پر اعصابو فشار کموي.

په سړو اوبو کې لاسونه مروړل:

خپل لاسونه څو شیبې په سړو اوبو کې کښېږدئ او خپل موټی په منظم ډول خلاص او وتړئ. ځکه د وینې حرکت به یو څه منظم شي.

قهوه وڅښئ:

په قهوې کې موجود کافین د وینې د رګونو پاړسوب کموي چې په پایله کې یې د سر درد کمیږي.

له همدې امله په ځينو درملو کې کافین کارول کیږي.

خپل سر وتړئ:

یو نرم دسمال له خپل سره تاو کړئ، او په هغه ځای یې غوټه کړئ چې د ډېر درد احساس ترې کوئ.

Image caption درمل خوړل هم سر درد اراموي خو د معدې په مرض اخته کسانو ته زيان هم رسوي

په هغه ځای کې د وینې د فشار له کمېدو سره د سر خوږ هم لېرې کیږي.

د زنجبیل اوبه وڅښئ:

په پخوانیو زمانو کې زنجبیل د پاړسوب او درد د لېرې کېدو لپاره کارول کېده، په یو ګېلاس اوبو کې د چای څښلو نیمه کاشوغه ټوټه شوی زنجبیل واچوئ او ویې څښئ.

په چای کې لونګ ورګډ کړئ:

چای په خپل جوړښت کې کافین لري او لونګ هم د پاړسوب ضد خاصیت لري.

نو که په ګرم چای کې لونګ واچول شي او دم کړای شوی یې وڅښئ نو د سر درد به مو لېرې کړي.

اوبه وڅښئ:

د اوبو په څښلو سره د بدن د اوبو د کمښت ستونزه لېرې کیږي چې دا کار هم د سر خوږ لېرې کولای شي.

غاښونه مه چیچئ:

Image caption په خوب او یا هم په ویښه د غاښونو چیچل او زامه کلکه نښلول د سر درد لامل کیږي

په خوب او یا هم په ویښه د غاښونو چیچل او زامه کلکه نښلول د سر درد لامل کیږي. نو له دغه کاره په کلکه ډډه وکړئ.

په منظم ډول خواړه وخورئ:

څېړنو ښوولې چې د اوږدې مودې لپاره په غیر منظم ډول خوراک د سر درد لامل کیږي، نو هڅه دې وشي چې خپل خواړه په منظم ډول وخورئ.

ورزش:

په اوونۍ کې لږترلږه درې ورځې نیم ساعت پلی تګ، بایسکل ځغلول او یا هم لامبو د سر خوږي د لېرې کېدو لپاره اغېزمن دي.

ځکه ورزش د فشار د کمولو لپاره تر ټولو ښه لار ده.

ورته مطالب