الکوزی: مشورتي جرګه ۳۰ ميليونه ډالره زیان اړوي

Image caption د رخصتيو له امله خصوصي سکتور ته هره ورځ ۵ ميليونه ډالره زيان اوړي

د افغانستان سوداګرۍ خونې ویلي چې په کابل کې شپږ ورځنۍ رخصتي د دغه هيواد خصوصي سکتور ته ۳۰ ميليونه ډالره زيان اړوي.

په پلازمينه کې د مشورتي لويې جرګې له کبله حکومت له تيرې سه شنبې تر راتلونکې یک شنبې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

خپله جرګه هم چې نژدې ۲۵۰۰ کسان په کې راټول شوي شاوخوا ۶۰ ميليونه افغانۍ لګښت لري،چې د افغانستان له ملي بوديجې ورکول کيږي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې کاږي، سياسي مسایلو تل د افغانستان پر اقتصاد او سوداګرۍ سيوری کړی، چې د مشورتي لويې جرګې جوړيدو يو ځل بيا دا خبره کره کړه.

د ښار بازارونه تړلي دي او هغه ګاډي چې د ولایتونو له ګمرکونو سوداګريز توکي رالیږدوي د کابل په دروازو کې ولاړ پاتې دي.

د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي دا چې د کابل - واشنګټن د امنيتي تړون ارزونکې جرګه جوړيدل يوه ملي مسله وه او له حکومت سره يې د بازارونو تړل کيدل ومنل

خو دا مني چې دې چارې خصوصي سکتور ته درانه زيانونه اړولي دي.

د دغې خونې مرستيال خان جان الکوزي بی بی سي ته وويل د دې رخصتيو له امله خصوصي سکتور ته هره ورځ ۵ ميليونه ډالره زيان اوړي چې په ټوله کې ۳۰ ميلونه ډالره کيږي.

د کرزي بښنه

بله غاړه حکومت پر جرګه هم ۶۰ ميليونه افغانۍ لګښت کوي، د جرګې يوه سنبالونکي غرزي خواخوږي بي بي سي ته وويل چې دا لګښت د افغانستان له ملي بوديجې ورکول کيږي.

د رخصتۍ او مشورتي لويې جرګې دوه ورځې نورې لا هم پاتې دي، د جرګې د امنيت خوندي کول د دې لامل شول، چې د افغانستان وزيرانو شورا له تیرې سه شنبې تر راتلونکې یکشنبې په کابل کې عامه رخصتي اعلان کړه.

ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ جرګې ته د وينا پر مهال له محصلانو بښنه وغوښته چې درسونه یې پاتې شول، او لیلیې یې د جرګې د ميلمنو په واک ورکړل شوې.

هغه د ترافيکي ستونزو د را دبره کيدو له کبله هم له کابل ښاريانو بښنه وغوښته او ویې ويل چې دا يوه ملي مسله وه او بله لاره یې نه لرله.

ورته مطالب