مشورتي لویې جرګې امنیتي تړون ومانه

د افغانستان مشورتي لویې جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون ومانه او ولسمشر کرزي ته یې سپارښتنه وکړه چې باید د روان کال تر پایه لاسلیک شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په اختتاميه وينا کې وويل چې امريکايان سر له ننه نه شي کولی عمليات وکړي، د خلکو کورونه تلاشي کړي.

ولسمشر کرزي خبرداری ورکړ که امريکا عمليات وکړي او د خلکو کورونه تلاشي کړي په خبره يې تړون نه شته.

ښاغلي کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکېدل يوه سخته چاره وبلله ويې ویل چې افغاني غیرت يې نه مني، خو وايي مجبوره يو چې تړون لاسليک کړو.

په اختتاميه غونډه کې د ولسمشر کرزي د خبرو ډير تمرکز پر دې ورټول و، چې بايد د امنيتي تړون له لاسليکيدو سره سم په افغانستان کې سوله راشي.

ولسمشر کرزي په افغانستان کې د سولې ټينګښت خبره بيا بیا تکرار کړه.

حامد کرزي وویل له هغه راهيسې چې د امنيتي تړون خبره له امريکا سره راپورته شوې په افغانستان کې د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله ښکته شوې ده.

ټاکنې دويم پړاو

افغان ولسمشر له جرګې وړاندې په افغانستان کې د امريکا له سفير سره د ليدنې په اړه وویل چې هغه ورته ويلي، که ټاکنې دويم پړاو ته ځي نو دويم پړاو ټاکنې به پنځه شپږ مياشتې وروسته کېږي.

ده وويل دا پخپله ښيي چې ښايي په دغه موده کې ځينې ستونزې رامنځته شي او د واک تشه رامنځته کړي.

ده په خپلو خبرو کې بيا بيا پر دې ټينګار کاوه چې امريکا باید په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو په اړه ضمانت ورکړي.

ښاغلی کرزی وايي ما د امريکا سفير ته وويل چې ولې د تړون په لاسليکېدو کې بيړه لری؟

دی وايي د امريکا سفير ورته ويلي چې وروسته نه کېږي.

ملامت څوک دی

ښاغلي کرزي وویل موږ له نړيوالو غواړو چې ټاکنې دې د افغنستان د اساسي قانون له مخې ترسره شي.

ده زياته کړه که په لومړي پړاو کې که کوم نوماند نه بريالی کيږي بايد دوه اوونۍ وروسته بیا ټاکنې ترسره شي.

ولسمشر کرزی وویل له امريکا غواړو چې له موږ سره صادق واوسي.

ښاغلي کرزي جرګه والو ته خطاب کې وويل: ''دا چې تاسو ماته واياست یوه مياشت کې دې تړون لاسليک کړم. زه به یې لاسليک کړم خو که سوله رانشي ملامتي د چا ده''.

ولسمشر کرزی وايي موږ د محبوریت له مخې دلته راټول شوي یوو چې امریکا ته اډې ورکوو.

نوموړي زیاته کړه چې که سوله رانه شي، دغه قرار داد د افغانستان لپاره بدبختي ده، که سوله راغله، ستاسې سلا مشورې په پام کې نیسم او دغه سند لاسلیکوم.

ورته مطالب