''د ښځو د حقونو لاس ته راوړنې نازکې دي''

Image caption هند، پاکستان،بنګله دیش، ایران، نیپال، قرغیزستان، مصر او افغانستان د هغه کتار لومړني هېوادونه دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پکې ډېر دی.

په مرکزي او سویلي آسیا کې د اتو هېوادونو فعالان، چې د بشري حقونو په برخه کې کار کوي، په کابل کې جرګه شوي.

دغه فعالان، په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې شریکوي.

دغه کنفرانس له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په ویاړ د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د بشري حقونو او دیموکراسۍ سازمان له خوا جوړ شوی دی.

د کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې لاس ته راوړنې ماتېدونکې وبللې او په دې باور دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخې کې دې د نورو هېوادونو بېلګې وکارول شي.

هند، پاکستان،بنګله دیش، ایران، نیپال، قرغیزستان، مصر او افغانستان د هغه کتار لومړني هېوادونه دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پکې ډېر دی.

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ سازمان یوې چارواکې زهرا شبانه بي بي سي ته وویل په دغو هېوادونو کې د ښځو حالت سره ورته دی او افغانستان اړ دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوترخوالي په مخنیوي کې د هغوی له تجربو ګټه واخلي:

((په دغو ټولو هېوادونو کې مېرمنې د افغان مېرمنو په شان له ورته ستونزو او ننګونو سره مخ دي. خو هغوی توانېدلي چې ښو حقونو ته لاسرسی ولري. نو ځکه موږ هغوی ته بلنه ورکړې، چې وکولای شو له ښو تجربو یې ګټه واخلو)).

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د بشري حقونو مشره خجسته فنا په دغې غونډې کې د ښځو د حقونو په برخې کې د یو شمېر لاس ته راوړنو یادونه وکړه، خو هغه یې تر ډېرې سمبولیکې وبللې:

Image caption په افغانستان کې دبشري حقونو ډلې وایي، سږ کال په دغه هېواد کې دښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډیر شوی

((کله چې د ښاغلي کرزي حکومت راغی نو له نړیوالې ټولنې يې یواځې پیسې اخیستې او غواړي چې ښځو ته سمبولیک ځای ورکړي. په پارلمان، په حکومت او هر ځای کې د ښځو شتون سمبولیک دی. او هلته په اصلي بڼه د ښځو د حقونو موضوع مطرح نه ده))

په دغې غونډې کې د اتو هېوادونو استازي له یوې اونۍ راهیسې د مدني ټولنو او د ښځو د حقونو په برخه کې له یو شمېر ډلو او سازمانونو سره په لیدنو بوخت دي.

ټاکل شوې چې د خپل سفر په پای کې د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ سازمان په مرسته یو پرېکړه لیک هم خپور کړي.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د نومبر په پنځه ویشتمه نیټه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ورځ لمانځل کیږي، چې په کابل کې د ښځينه فعالانو غونډه هم ددغو لمانځلو یوه برخه وه.

ورته مطالب