د امريکا ملي امنيت سلاکاره کابل کې ده

Image caption له ښاغلي کرزي سره د اغلې رايس د ليدۀ کاتۀ خبر په داسې حال کې مخې ته راځي چې ولسمشر کرزي له امريکا سره د دوه اړخيز امنيتي تړون له سملاسي لاسليک کولو نه ظاهرا" ډه ډه وکړه.

د امريکا د ملي امنيت سلاکاره سوسن رايس په پلازمېنه کابل کې ده او ټاکل شوې چې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وويني.

افغانستان ته د آغلې رايس سفر او له ښاغلي کرزي سره يې د ليدۀ کاتۀ خبر په داسې حال کې مخې ته راځي چې تېره ورځ ولسمشر کرزي له امريکا سره د دوه اړخيز امنيتي تړون په تړاو بللې شوې مشورتي لويې جرگې ته په خپله وينا کې د تړون له سملاسي لاسليک کولو نه ظاهرا" ډه ډه وکړه.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياندې کېتلېن هېدن وويل "افغانستان اوس هم د امريکا د ملي امنيت په لومړيتوبونو کې دى او دا اغلې رايس لپاره يو فرصت دى چې هلته د شويو هڅو جاج واخلي."

د امريکا د ملي امنيت وياندې زياته کړه:

"په داسې حال کې چې موږ په افغانستان کې د ٢٠١٤ م کال په پاى کې د جگړييز ماموريت د مسوولانه ختمولو په لور خوځېږو آغلې رايس به په دغه هېواد کې زموږ د هلو ځلو په تړاو له سرتېرو، ډيپلوماټانو او نورو مسلکي کسانو سره مخامخ خبرې اترې وکړي."

د مشورتي لويې جرگې په پرانيسته کې د افغان ولسمشر حامد کرزي له وينا وروسته چې د دوه اړخيز امنيتي تړون د سملاسي نه لاسليک کولو په تړاو يې څرگندونو ټول هېښ کړل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له افغان ولسمشر سره پر ټيليفون خبرې وکړې خو افغان ولسمشر پر خپل دريځ ټينگار وکړ.

د امريکا د ملي امنيت سلاکارې په داسې مهال کې افغانستان ته سفر کړى چې ښاغلى کېري د ايران د اټومي پروگرام په تړاو يوې شوې معاملې سره بوخت دى. افغانستان ته د آغلې رايس سفر د شنبې په ورځ پيل شو خو سپينې ماڼۍ غوښتي و چې دا موضوع دې تر نن ورځې ( دوشنبه د نومبر ٢٥) پورې ډاگييزه نه شي.

واشنگټن پوست په خپل يوۀ خپارۀ کړي رپوټ کې وايي افغانستان ته د سوسن رايس له سفره د امريکا دا هوډ څرگندېږي چې، اړتيا ده ولسمشر کرزى پر دې خبرې باوري کړي چې امريکا له افغانستان سره له امنيتي تړون څخه د لاس په سر کېدو په تړاو باټې نه وهي.

ورته مطالب