ننګرهار کې یوه افغان چورلکه لوېدلې او ویجاړه شوې

Image caption وسله وال طالبان ادعا کوي چې دغه الوتکه دوی ويشتلې او راغورځولې ده.

د کورنيو چارو وزارت يوه چورلکه، د ننګرهار په شېرزادو کې راپرېوتې او ويجاړه شوې ده.

د ننګرهار، چارواکي وايي، چورلکه هغه مهال راپريوته، چې د نشه يي توکو پرضد په عملياتو کې يې برخه لرله او تخنيکي ستونزه ور پېښه شوه، کيناسته او بيا د پورته کيدو نه وه.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدلزى وايي چې په خپله افغان ځواکونو دغه چورلکه له منځه وړې ده.

د چارواکو په وينا د کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو ، د ننګرهار په شيرزادو کې لږترلږه څلور د نشه يي توکو فابريکې ويجاړې کړې، او يوولس ټنه نشه يي توکي يې له منځه وړي دي.

دوی وايي، چې په دې عملياتو کې د حکومت يو شمېر وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي، خو د چارواکو په وينا افغان ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې دغه الوتکه دوی ويشتلې او راغورځولې ده.

ددغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يو ليږلي برېښناليک کې دعوه کړې چې افغان او بهرنيو ځواکونه ته يې مرګ ژوبله ور اړولې او په وينايې يو طالب هم په دې پېښه کې وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

په تېر اپریل کې هم ننګرهار ولایت کې د د نړیوالو سوله ساتو ځواکونه ایساف یوه چورلکه رالوېدلې وه، چې دوه کسان په کې سپاره وو.

ورته مطالب