د عینک مس کان پروژې 'د ناکامۍ وېره' شته

Image caption په رپوټ کې له هغو اندېښنو هم پلو پورته شوی چې وایي د دغه کان له امله چاپېریال ته زیانونه اوښتي او ورسره لرغونو توکو ته هم تاوانونه اوښتي دي .

د افغانستان د روڼوالي د څار اداره وایي که په لوګر کې د عینکو د مسو کان شاوخوا ته د پرتو سیمو د استوګنو لپاره اسانتیاوې ونه لټول شي، نو ښايي دغه پروژه له ناکامۍ سره مخامخه شي.

د یو شمېر لوګریانو سلګونه جرېبه ځمکې هغه مهال د عینکو د مسو د کان په ولکه کې راغلې چې په ۲۰۰۸ کال کې افغان حکومت د دغه کان د راسپړلو تړون د یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک کړ.

خو د افغانستان د روڼوالي د څار سازمان وایي، حکومت د دې پر ځای چې د ځمکو خاوندانو ته تاوان ورکړي، هغوی ته زیاتي ګواښونه هم کوي او له دغې سیمې نه یې په زوره ایستلو ته هم اړ باسي، چې د روڼوالي د څار د بنسټ په وینا دغه حالت خلک اندېښمن کړي او له حکومت سره د هغوی د واټن په زیاتولو کې یې مرسته کړې.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، د دغه بنسټ مشر یما ترابي وایي همدغه څه په سیمه کې امنیتي د ناامنیو لامل ګرځیدلي او که مخه یې و نه نیول شي، نو ورسره د عینکو د مشو پروژه هم له نا کامۍ سره مخامیږي:

تخریب او ویجاړي

''زه پوهېږم که ناراضه کسان د تخریب او ویجاړۍ نیت ولري نو زیانونه یې ډېر دي، همدا اوس په سیمه کې امنیتي ننګونې زیاتې شوي، که کابو نه شي نو ښايي دغه پروژه له ګواښ سره مخامخ کړي، هلته چې له خلکو کار اخیستل کیږي، نو خلک اړوځي چې ولاړ شي او له وسله والو ډلو سره یو ځای شي''.

دغه بنسټ وایي چې امنیتي اندیښنو دې ته لاره پرانیسته چې چینایي کمپنۍ پخپل شوي تړون بیا له سره کتنه وکړي او د خپلو هغو ژمنو هم په شا شي چې د اورګاډي د پټلۍ او د ۴۰۰ میګاواټو برېښنا د غځولو په اړه یې کړې وې.

خو د کانونو وزارت وایي چې دغه رپوټ ناسم دی او د وزارت د ویاند رفیع صدیقي په خبره چې د هر جریب ځمکې په بدل کې له څلور لکو واخله بیا تر یو نیم ملیون افغانیو پورې د ځمکو خاوندانو ته ړرکړل شوي دي:

Image caption دغه بنسټ پخپل رپوټ کې ویلي چې د سلګونه کورنیو کرنیزې ځمکې د دغه کان له امله لاندې شوې او پیسې یې نه دي پرې شوې.

''موږ د هر جریب ځمکې په بدل کې خلکو ته له ۴۰۰ زره نه واخله بیا تر یو میلیون او شپږ لکو افغانیو پورې ورکړي چې البته دغه قیمت د ځمکې موقعیت سره تړاو لري، د پیسو ترڅنګ هماغه وخت دا پرېکړه هم وکړه د هر چا ځمکه چې اخیستل شوې وي، نو هر یو ته باید لس، لس جریبه ځمکه نوره هم هغوی ته ورکړل شي، موږ دغه ځمکه د اصحاب بابا مېنه کې پر هغوی وېشلې دي''.

د افغانستان د روڼوالي د څار بنسټ دا اندېښنه هم ښودلې چې د مسو د دغه کان د رایستلو له امله ښايي په سیمه کې چاپېریال ته هم زیانونه واوړي چې د مخنیوي لپاره یې د کوټلو ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.

خو د کانونو وزارت چارواکي بیا وایي چې پلټنو ښوولې چې له دغه اړخه شته اندېښنې بې ځایه دي، دغه چارواکي دا هم وایي چې د چین لومړي وزیر له افغان ولسمشر سره په خبرو کې ویلي چې دوی د مسو د دغه کان پرسر د شوي تړون پر ټولو ژمنو ولاړ دي چې په هغو کې د اورګاډي پټلۍ او د برېښنا مزو غځول هم شامل دي.