"کابل ته لار" فلم په اسپانوۍ ژبه

Image caption په دې فلم کې د المغرب سینماګرانو امین ناجي، ربیع قاطي، رفیق بوبکر، یونس بواب، محمد بنراهیم فاطمې بوشان او نورو مشهورو فلمي ستوزو برخه اخیستې ده.

"کابل ته لار" مغربي فلم د هغو ډېرو کتل شویو فلمونو په سر کې راغلی، چې د روان ۲۰۱۳ کال په لومړۍ نیمايي کې المغرب کې کتل شوي دي.

دغه فلم د ختمېدونکي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نژدې ۴۰۰ زرو کسانو کتلی، او په ډله ییزه توګه سینما کې هم ډېر کتل شوی دی.

اوس د فلم له جوړوونکي سره دا هڅه کېږي، چې دغه فلم اسپانوي ژبې ته دوبله شي، چې د لاتینې امریکا او ایبریا ټاپو کې پر اسپانوي ژبه ګړېدونکو وګړو هم ووېشل شي.

د ابراهیم الشکیري په زیار جوړ شوي "کابل ته لار" فلم صحنې د هغو درو ملګرو پر کیسه راټول دی، چې له کورنیو او ټولنیزو ستونزو تر پزې راغلي او بې کارۍ اړ کړي، چې یا نشه يي توکو ته مخه کړي او یا هم بازار کې غلا غدیو ته لاس واچوي.

هره ورځ چې له نامشروع لارې پیسې ترلاسه کوي، ټولې د یوه "فاسد امنیتي چارواکي" تر جیبه رسېږي؛ ځکه چې هغه یې ټولې کړنې او خوځښتونه څاري او هرځل دوی ته د بندي کولو ګواښونه کوي.

له دې تریخ وضعیته د وتلو لپاره، څلور واړه ملګري د انسان تښتونې او یا ناقانونه قاچاق چارې ته مخه کوي، له یوه کس سره خبره خلاصوي، چې هالنډ ته به یې د پیسو په مقابل کې رسوي.

خو دوی یوازې د یوه کس د رسولو او د قاچاق پیسې لري، تصمیم نیسي چې د "حمید" په نامه ملګری به ولېږي او نورو ته به له هالنډه هلته د تګ پیسې راواستوي.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال په تړاو او ناخوالو په اړه ځينې کومیډي فلمي صحنې انځور شوې دي.

د "کابل ته لار" فلم جوړوونکو او وېشونکو د دغه فلم د جالبو صحنو انځورولو لپاره ځینو کلیو ته هم سفر کړی دی، چې فلم یې لا نور جالب او ډېر مینه وال ولري.

دغه فلم سړي ته د افغانانو د هغو ناقانونه خطرناکو سفرونو کیسې وریادوي، چې په سپین سمندر او نورو اوبو کې یو شمېر افغانانو اروپا او استرالیا ته د سېدو په خوب او خیال کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په دې فلم کې د المغرب سینماګرانو امین ناجي، ربیع قاطي، رفیق بوبکر، یونس بواب، محمد بنراهیم فاطمې بوشان او نورو مشهورو فلمي ستوزو برخه اخیستې ده.

په دې فلم کې د افغانستان هغه ستونزې رانغښتل شوې، چې له څو لسیزو راهیسې، په تېره بیا تېرو ۱۳ کلونو کې بې چاره افغان ولس ورسره لاس او ګرېوان دی.

Image caption فلم د نیوکې او کومیډي په بڼه افغانستان کې د امریکا پر سیاست او د ترهګرو خلاف جګړې په تړاو هم سخته نیوکه کړې ده.

فلم د نیوکې او کومیډي په بڼه افغانستان کې د امریکا پر سیاست او د ترهګرو خلاف جګړې په تړاو هم سخته نیوکه کړې ده.

په فلم کې د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن په رول کې سعید بای لوبېدلی دی.

دغه فلم سړي ته د افغانانو د هغو ناقانونه خطرناکو سفرونو کیسې وریادوي، چې په سپین سمندر او نورو اوبو کې یو شمېر افغانانو اروپا او استرالیا ته د سېدو په خوب او خیال کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

فلم په کومیډي بڼه افغانستان کې د امریکا پر سیاست او د ترهګرو خلاف جګړې په تړاو هم سخته نیوکه کړې ده.

ورته مطالب