لوګر کې دوې غرغره شوې مېرمنې وموندل شوې

Image caption د وژل شویو ښځو مړي د لوګر یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د پلازمېنې کابل ګاونډي ولایت لوګر چارواکي وايي، د دوو مېرمنو لوڅ او ځوړند شوي مړي یې موندلي دي. د چارواکو په وینا دغه مړي روغتون ته لېږدول شوي خو تر اوسه یې کورنۍ یا خپلوان نه دي مالوم شوي.

د دغو دوو مېرمنو بربنډ مړي د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې په دوو ونو کې ځوړند موندل شوي دي.

کابل کې زموږ د همکار ګلستان شینواري په وینا، چارواکي وايي د یوې ښځې عمر د درویشتو او د بلې د پنځوسو په شاوخوا کې و.

د لوګر ولایت ویاند دین محمد دروېش بي بي سي ته وویل، چې د دې پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

تر اوسه پورې د دغو مېرمنو کورنۍ او خپلوان نه دي مالوم شوي او چارواکي په سیمه ییزو رسنیو کې د پیغامونو خپرولو له لارې د دوی د کورنیو د موندلو په لټه کې دي.

اوسمهال دغه مړي د لوګر ولایت په سیمه ییز روغتون کې ساتل کېږي.

ښاغلی دروېش وايي، په مړو د تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او ټپونو نښې نشته او په خبره یې داسې ښکاري چې کورنی تاوتریخوالی د دې پېښې لامل شوی دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو دغه پېښه غندلې او له حکومته یې غوښتنه کړې، چې عاملین یې پیدا او قانوني چلند ورسره وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون د رسنیو د دفتر مشر رفیع الله بیدار بي بي سي ته وویل، چې د دا ډول پېښو رامنځته کېدل د دولت د کشفي او عدلي ادارو اغېز تر پوښتنې لاندې راولي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان د څانګې څېړونکې هیدر بار وايي، د دا ډول پېښو تکرار د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب لپاره د افغان حکومت ژمنتیا ننګوي:

''دا په څرګند ډول یوه بوږنوونکې قضیه ده. او دا د دې ډول ډېرو قضیو له ډلې یوه ده. دا قضیې دا پوښتنه راولاړوي، چې حکومت د قانون د پلي کولو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره څومره هلې ځلې کوي او ایا حکومت له تاوتریخوالي نه د ښځو د خوندیتوب او د عاملینو د مجازاتو لپاره هغه څه کوي، چې له لاسه یې پوره دي''؟

Image caption اچین د ننګرهار یوه نسبتاً نارامه سیمه ده، چې حکومت هم ډېر کنټرول ورباندې نه لري.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې څو ورځې وړاندې په بغلان ولایت کې یو زلمی او پېغله له کوره د تېښتې په تور د سیمه ییزې شورا د پرېکړې پر بنسټ په ډزو ووژل شول.

د تازه شمېرنو له مخې، په افغانستان کې په څه کم یوه کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله ۲۴ سلنه زیات شوی دی.

۲ پرله پسې چاودنه

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار اچین ولسوالۍ کې دوو پرله پسې چاودنو لږترلږه درې ولسي وګړي وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي بي بي سي ته وویل، لومړۍ چاودنه سهار د اچین ولسوالۍ بازار ته څېرمه عبدلخېلو سیمو کې پر یوه موټر شوې، کله چې خلک ورغلل، بله چاودنه وشوه.

اچین د ننګرهار یوه نسبتاً نارامه سیمه ده، چې حکومت هم ډېر کنټرول ورباندې نه لري.

ورته مطالب