د امریکا ګوتڅنډنه او پر خپلو شرطونو د کرزي بیا ټینګار

Image caption د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ژمنې بنسټ او د نويو رهبرانو ډله د امنيتي تړون د ژر لاسليک غوښتنه وکړه

ولسمشر حامد کرزي په خپلې راډیويي وینا کې وویل امريکا دې رښتينې همکاري د سولې په بهير کې د رسمي مذاکراتو او تفاهم له لارې پيل کړي.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په وينا راغلي چې له امریکا سره به امنیتي تړون هغه مهال لاسلیک کېږي چې د دۀ شرطونه ومنل شي، د افغانستان خلک د امنیت او خوندیتوب احساس وکړي او د سولې خاوندان شي.

حامد کرزى وايي، د مشورتي لويې جرګې د مشورو او پرېکړو په پام کې نیولو سره، د افغانستان د ګټو خوندیتابه لپاره ځينې شرطونه لري او امریکا يې باید په اړه د تړون له لاسلیک کېدو وړاندې اړينې ژمنې وکړي.

هغه وايي: "زموږ هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې په خپلو کورونو کې د امنیت او خوندیتوب احساس نه کوي، له همدې امله موږ له کلونو راهيسې له بهرنيو ځواکونو سره په جدل کې و. موږ خپلو خلکو ته سوله او امنیت هغه مهال راوستی شو، چې په خپلو کليو او ښارونو کې مو د بهرنيو ځواکونو د پوځي عملیاتو مخه نيولې وي. له همدې کبله مو د خپلو خلکو کورونو ته د بهرنیو ځواکونو د تګ د مخنیوي شرط اېښی دی."

تر دې وړاندې ولسمشرکرزي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي سند د لاسلیک کولو لپاره یو مهم شرط دا هم ایښي و چې امریکا دې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د نه لاسوهنې ضمانت ورکړي.

خو څو ورځې وړاندې د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل د امریکا ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې هغه ته دغه راز ضمانت ورکړی او ولسمشر هم ومانۀ.

امریکايي چارواکي وايي امنیتي تړون باید ژر تر ژره لاسلیک شي.

مېرمن رایس چې په کابل کې وه ویې ویل چې د راتلونکي کال تر ټاکنو پورې د امنیتي تړون ځنډول د منلو وړ نه دي او ښايي له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر وتلو غور وکړي

ورته مطالب