"د اسير طالب وژونکي هويت بايد پټ پاتې شي"

Image caption د رسنيو مدافع وکيل د تورونو سرتېرو او وژل شوې طالب د پېښې ويډو خپرېدو هڅه کوي

د استيناف د محکمې په بهير کې د برتانيا سمندري سرتېري مدافع وکيل وويل د ده او کورنۍ ژوند ته د گواښ له کبله هويت يې بايد پټ پاتې شي. د بريتانيا دغه سرتېري يو اسير ټپي طالب وژلى دى.

وکيل په دې اړه حالات بيساري وبلل او دا يې هم وويل چې د هغو دوو نورو سرتېرو نومونه هم بايد پټ پاتې شي چې پر ٢٠١١ کال هلمند کې د يوه شکمن طالب د وژلو په پېښه کې د ښکيلتيا له تورونو سپين شول.

په دې اړه د ټايمز ورځپانې ليکنه کې راغلي چې وکيل هگ تاميلنسون لندن کې د پوځي محکمې دريو قاضيانو ته وويل " که د دغه سرتېري نوم په ډاگه شي نو بدو خلکوته به آسانه شي چې د هغه کورنۍ ومومي او په نښه يې کړي"

اوس د استيناف محکمې قاضيان بايد په دې اړه پرېکړه وکړي چې آيا په پېښه کې د ښکيلو دغو سرتېرو هويت په ډاگه کولو په برخه کې د پوځي محکمې پرېکړې ملاتړ وکړي او که نه.

دوى بايد د هغه ويډيو د خپرېدا په اړه چې د جگړې په ډگرکې د ژوبل شوي طالب وژل ښيي هم پرېکړه وکړي. دغه ويډيو چې د يوه کوماندو سرتېري د خولۍ کمرې اخيستي ژوبل اسير طالب ښيي چې په گوليو ترويشتلو کېدو دمخه نارې او زارۍ کوي.

هغه برتانوى سرتېرى چې طالب يې په تومانچې پرټټر وويشت وايي "ته هيڅ يې او له موږ سره به هيڅ څه ونه شي کړاى " دغه سرتېرى چې د الف سرتېرى په نوم ياد شوى څو شېبې وروسته خپلو ملگرو ته وايي " څرگنده ده چې دا خبره بل چا ته نه رسېږي. ما يوازې د جينوا کنوانسيون مات کړى"

بلفورد کې پوځي محکمې نوموړى پروژنې پړ کړ.

دا لومړى ځل دى چې افغانستان کې د دولس کلنې جگړې پرمهال يو برتانوى سرتېرى د جنگي جرم د ترسره کولو له کبله پړ خيژول کېږي.

په پام کې ده چې د ډيسمبر په شپږمه دى په سزا محکوم شي.

وکيل کلاري کېسن چې د ټايمزورځپانې په گډون د يو شمير رسنيو استازيتوب کوي د دغو سرتېرو د نومونو او د دوى له لوري د ژوبل طالب د وژنې د ويډيو د خپرولو هڅه کوي.

هغه وکيل چې د محاکمې استازيتوب کوي هم د هغه څه چې دى يې "پرانيستى عدالت " بولي پلوي کوي.

خو دا په محکمې پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي. داسې فکرکېږي چې محکمه به د راتلونکې جمعې په ورځ ددغوسرتيرو د هويت په ډاگه کولو او يا نه په ډاگه کولو په برخه کې پرېکړه وکړي.

ورته مطالب