'ځینې سیمه ييز امنیتي کسان له پروژو باج غواړي'

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو زورات وايي هیڅ پولیس دا حق نه لري چې له چا په زور او یا خپله خوښه پيسې واخلي او د داسې کړنو لاملین به د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزرات وايي ځينې سیمه ییز امنیتي کسان د دوی د کارونو په وړاندې خنډونه جوړوي او د کارکوونکو او پروژو د امنیت ساتلو په وړاندې یې باج غواړي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خیریه ټولنو کارکوونکو، ډاکترانو او انجنیرانو او د بیارغونې په چارو کې د نورو ښکېلو کسانو د تښتولو او وژلو پېښو تر څنګ اوس له هغوی د باج اخیستلو خیر هم را اوچته شوې ده.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل دغه راپور کې کاږي، د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر ویس احمد برمک وايي ځينې سیمه ییز امنیتي کسان د دوی د کاري پروژو په وړاندې خنډونه جوړوي او د کارکوونکو او پروژو د امنیت ساتلو په وړاندې له اړوندو شرکتونو باج غواړي:

''په ځینو ولایتونو کې زموږ امنیتي همکاران په سیمه کې د یو شمېر شرکتونو په وړاندې خنډونه جوړوي. او فشار پرې راوړي چې دوی ته پيسې او یا بډې ورکړي. دغه راز پېښې د افغانستان په جنوب او شمال کې رامنځ ته شوې دي.

موږ غواړو چې د دې ستونزې د ژر تر ژره هواري لپاره د کورنیو چارو له وزیر سره کېښنوو او د حل لارې یې ولټوو''.

ښاغلی برمک وايي دغه راز کړنې پر ودانیزو چارو او د پروژو پر کیفیت مخامخ اغېز کوي:

''شرکتونه د پروژو بودیجه کموي او دوی ته یې ورکوي. چې په دې سره خامخا د پروژې کیفیت اغېزمن کیږي. او شرکت نه شي کولای پروژه له ټاکلو معیارونو سره سم بشپړه کړي، چې د دې زیان مخامخ خلکو ته رسیږي''.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي دوی ته تر اوسه په دې تړاو د مستندو او ځانګړو پېښو راپورونه نه دي ورکول شوي. د کورنیو چارو وزرات یوه ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل که دغه راز ستونزې له دوی سره شریکې کړای شي نو دوی به یې په اړه جدي ګامونه اوچت کړي:

Image caption ښاغلی برمک وايي دغه راز کړنې پر ودانیزو چارو او د پروژو پر کیفیت مخامخ اغېز کوي

''که دغه راز کسان ونیول شي نو سخته سزا به ورکول شي، ځکه دا جدي تېروتنه ده. افغان پولیس خپل معاش او امکانات لري. نو هیڅ پولیس حق نه لري چې په دې ډول له خلکو پیسې واخلي. او کله چې خلک له دغه راز پېښو سره مخ کيږي نو امنیتي ارګانونو ته دې خبر ورکړي''.

د کلیو پراختیا وزارت پراختیايي او رغنیزې پروژې د افغانستان په کچه بریالۍ بلل کیږي. د لارو جوړولو، روغتیايي، ښوونیزو، برېښنا او ګڼو نورو پروژو په ګډون تر ډېره ټولګټې دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا په تېرو لسو کلونو کې دوی د شاوخوا دوه نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت تر ۶۳ زرو ډېرې پروژې بشپړې کړي او شاوخوا شل زره نورې پروژې یې تر کار لاندې دي.

ورته مطالب