افغانستان کې نژدې ۵۰۰۰ کسان په اېډز اخته دي

Image caption د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دچارواکو په وینا د HIV ویروس زیاتره په نشه د هغو روږدو کسان له لارې انتقالیږي چې نشه یې توکي د ستنې له لارې کاروي.

نن (دسمبر لومړۍ) د ایډز نړیواله ورځ ده. دروغتیا نړیوال سازمان او د اېډز ناروغۍ په وړاندې د مبارزې ادارې د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې له پنځه دېرش میلیونه زیات کسان د اېچ ای وي HIV په ویروس اخته دي، چې شاوخوا پنځه زره یې په افغانستان کې اوسیږي.

له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې هم د HIV پر وژونکي ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، د روغتیا په برخه کې د نړیوالو ادارو د شمیرو د اټکل له مخې په افغانستان کې پنځه زره تنه د HIV په ویروس اخته دي.

البته دا د نړیوالو ادارو اټکل دی خو د افغان حکومت رسمي ثبت شوې شمېرې له دې ډېرې کمې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هر هجري لمریز کال په پای کې د HIV پر ویروس د اخته کسانو شمېرې خپروي.

ددې وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۱ کال کې له هغه د یو کال وړاندې پر تله په HIV ویروس د اخته کسانو شمیر دېرش سلنه زیات شوی وو.

د دې وزارت شمیرې ښيي چې په ۱۳۹۰ کال کې ۱۳۶۷ د اېډز مثبتې پیښې، او د ۱۳۹۱ کال تر پایه د اېډز ناروغۍ ۱۵۲۹ مثبتې پیښې ثبت شوي چې یواځې د څه باندې ۱۵۰ یې درملنه شوې.

Image caption د ایډز د نړیوالې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت له خوا په جوړ شوې غونډه کې په ایډز ناروغۍ یو شمیر اخته کسان هم راغلي وو.

په نامصؤونه توګه جنسي اړیکې، د HIV ویروس لرونکې وینې ورکول او په اېډز د اخته مور څخه ماشوم ته د دې ویروس انتقال د دې ناروغې د خوریدو تر ټولو ستر لاملونه دي.

پیچکارۍ

د عامې روغتیا وزارت د ایډز د کنټرول د ملي ادارې امر فدا محمد پیکان وایي په افغانستان کې دا وژونکې ناروغي تر ډیره د روږدو کسانو له خوا نورو ته خوریږي:

''اوس په افغانستان کې د ایچ ای وي اصلي لېږدونکي په مخدره موادو روږدي کسان دي چې په خواشینۍ سره دوی په ګډه ککړې ستنې یا پیچکارۍ کاروي. پر همدې بنسټ د افغانستان د روغتیا وزارت په ټول هېواد کې شاوخوا پنځه زره او پنځه سوه په مخدره موادو روږدي کسان چې په زرقي ډول مخدره مواد کاروي تر خپل پوښښ لاندې لري. دوی ته هره ورځ روغتیايي آسانیتاوې برابریږي. د بېلګې په توګه دوی پاکې پیچکارۍ اخلي او ککړې یې بېرته سپاري چې وسوځول شي''.

د اېډز د نړیوالې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت له خوا په جوړ شوې غونډه کې په اېډز ناروغۍ یو شمیر اخته کسان هم راغلي وو.

د محمد علي په نامه یو کس، چې په اېډز اخته دی، وايي په یوۀ خلیجي هیواد کې یې موټر چلاوه، او هلته ده د HIV په ویروس ککړه وینه ورکړل شوې.

نوموړی وایي کله چې د خپلې ویزې د نوي کولو لپاره اړونده ادارې ته ورغي له معاینې وروسته ورته وویل شول چې د اېډز په ناروغۍ اخته او اقامه نه ورکول کېږي.

افغان چارواکي په افغانستان کې او نړۍ کې په اېډز د اخته کسانو شمیر مخ په زیاتېدو دی خو له دې سره ، سره د ګاونډیو هیوادونو پر تله په افغانستان کې وضعیت ښه دی.

د عامې روغتیا وزارت د اېډز د کنټرول د ملي ادارې د عامه اړیکو مشره ډاکټر احدیه انیس وايي اوس په افغانستان کې د اېډز ناروغۍ په اړه دخلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده.

د چارواکو په وینا په پاکستان کې د اټکل له مخې ۹۸ زره تنه په اېډز ناروغۍ اخته دي چې یوازې پنځه سلنه یې ډاکټر ته د درملنې لپاره ورغلې او ثبت شوې ده.

خو په افغانستان کې ویل کېږي چې دېرش سلنه دا ډول ناروغان ثبت شوي دي.

افغان چارواکي وايي په تیره یوه لسیزه کې د اېډز ناروغانو ته د مشورې ورکولو لس مرکزونه جوړ شوي او په لسو ولایتونو کې خلک په خپله خوښه خلک د HIV ویروس معاینه کوي.

دغه راز دوی وايی له اېډز ناروغۍ سره د مبارزې او ددې ناروغۍ د زیانونو د کچې د راکمولو له څلویښتو زیات مرکزونه جوړ شوي دي. په افغانستان کې د اېډز ناروغي لومړنۍ مثبته په ۱۳۶۸ کال کې ثبت شوې وه.

ورته مطالب