''کرزي د جنګې جرایمو د پلټنو مخه نه ده نیولې''

Image caption د بشري حقونو د څار ډله وايي، ګڼ شمیر قربانیان شته، چې غږونه یې نه دي اورېدل شوي.

د بشري حقونو د څار ډلې پر ولسمشر کرزي تور پورې کړ، چې په افغانستان کې یې د جنګي جرمونو د پلټنې د هڅو مخنیوی کړی دی خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه ادعا بې بنسټه بللې ده.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل دغه ادعاوې بې بنسټه دي او دا پر افغان ولسمشر سیاسي فشار ګڼي.

د بشري حقونو د څار ډلې په هاګ کې د جرمنو له نړیوالې محکمې درانګه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د جنګې جرمونو په اړه خپلې لومړنۍ څیړنې چټکې کړي.

د جرمونو نړیوال محکمه له تیر شپږو کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنګي جرایمو په اړه پلټنه کوي او تازه یې خپل رپوټ خپور کړی دی.

جنګي جنایتونه

دغې محکمې په خپل رپوټ کې ویلي ''په افغانستان کې جنګي او بشري ضد جرمونه پخوا هم شوي او اوس هم کیږي او دا د افغان حکومت لپاره اوس یو ازمیښت دی، چې د دغو څیړنو په اړه څنګه اقدامات کوي''.

د دغې محکمې تازه رپوټ نژدې ۵۵ مخه دی، چې د افغانستان په ګډون په کې د نړي په نورو هېوادونو کې هم پکې د جنګي جرمونو په اړه پلټنې شوې دي.

حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي، چې افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړ.

په افغانستان کې د بشري حقونو څار ډلې مشرې هیدر بار له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وویل، ولسمشر کرزی د جنګې جرایمو د پلټنو مخه نیولې ده:

''اصلاً ولسمشر کرزي دهرې هغې هڅې مخه نیولې، چې په افغانستان کې د جرایمو پلټنه کوي. په ۲۰۰۵ کال کې حکومت یو پلان جوړ کړ. دغه پلان ته د یوه داسې پلان په سترګه کتل کیدل، چې دغه ډول جرمونه به پکې وڅیړل شي او دغه پلان انتقالي عدالت نومیده. نو اته کاله وروسته اوس پر دغه پلان بندیز لګیدلی دی. خو له ۲۰۰۵ کال راهیسې یوه مهم کار شوی او هغه د افغانستان دبشري حقونو دخپلواک کیمسیون له خوا د شخړو د نقشې رپوټ چمتو کول دی، چې نژدې دوه کال مخکې بشپړ شوی دی خو لاهم نه دی خپور شوی. دلیل یې دا دی، چې ولسمشر کرزی یې مخه نیولې ده''.

د کرزي پلویان

اغلي بار وايي، ولسمشر کرزي ځکه د دغه رپوټ مخه نیولې، چې ښايي د ډیرو هغو کسانو نومونه پکې وي، چې یا د ښاغلي کرزي د حکومت شاوخوا راټول شوې وي او یا هم د هغه پلویان وي.

خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي پخوا ویلي و، چې د افغانستان دبشري حقونو دکمیسیون له خوا ولسمشرکرزي ته د جنګي جرایمو په اړه کوم رپوټ نه دی لیږل شوی.

هغه ویلي، چې ولسمشرکرزي د بشري حقونو د کمیسیون دهیڅ ډول رپوټ خپرولو مخه نه ده نیولې.

Image caption د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل دغه ادعاوې بې بنسټه دي او پر افغان ولسمشر د سیاسي فشار ګڼي.

د بشري حقونو د څار ډلې مشرې وايي، چې افغانستان په تیرو ۳۵ کلونو کې ډول ډول جرمونو په جګړه کې دښکیلو غاړو له خوا شوي او اوس هم روان دي خو ويي وايي هیڅوک نه دي محاکمه شوي.

هیدر بار درانګ زیاتوي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې یواځې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د جرمنو په اړه پلټنې کړې خو هغه له دغې محکمې غواړي، چې د تیرو دریو لسیزو پرمهال د ترسره شویو جنګي جرایمو په اړه هم پلټنه وکړي.

اغلې بار وايي داسې شواهد شته چې د حکومت، نړیوالو ځواکونو، طالبانو او جنګسالارنو په ګډون ټولې ډلې په جرمونو کې ښکيل دي او باید له ټولو سره یو ډول چلند وشي.

نوموړي وايي ''پرته له دې چې تر سره شویو جرایمو ته ځواب وویل شي، په افغانستان کې د ثباټ ټینګښت امکان نه لري''.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، ګڼ شمیر قربانیان شته، چې غږونه یې نه دي اورېدل شوي.

ورته مطالب