کونړ کې د تذکرې د نوې بڼې پرضد لاریون

Image caption د لاریون ډېر ګډونوال د دیني مدرسو، لېسو او پوهنتون محصلین وو.

په کونړ کې لسګونو کسانو د تابعیت په تذکرو (پېژندپاڼو) کې د افغان او اسلام تورو د نه لیکلو له امله لاریون وکړ.

مظاهره د کونړ د یوشمېر دیني عالمانو له لوري رابلل شوې وه او ګواښ يې کاوه، چې نه یوازې دغه ډول تذ کرې به وانه خلي، بلکې د تذکرو دفترونه به وتړي.

راټولو شوو خلکو له تذکرو نه د افغان او د اسلام د کلمو ویستونکي غداران بلل او له حکومته يې د هغوی نیول غوښتل.

په کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي لاریونیان تر بل هر وخت ډېر قهرېدلي وو او ددغې پرېکړې پر وړاندې يې د خلکو د پاڅون خبره کوله.

د لاریون ډېر ګډونوال د دیني مدرسو، لېسو او پوهنتون محصلین وو.

دوی پرله پسې هغه کسان غندل، چې له تذ کرو يې د اسلام او افغان کلمې ویستي.

لاریون ظاهراً دیني عالمانو رابللی و او ویل يې، پر اسلام او افغانیت يې خورا ډېرې قربانۍ ورکړې او تر هغه به غلي نه شي چې د تابیعت په تذکرو کې يې دغه دواړه کلمې نه وي لیکل شوې.

لاریونیانو دا هم ویل چې د افغان له کلمې پرته تذکرې نه اخلي، او ګواښ يې کاوه چې د تذکرو د وېشونکو دفترونه به ولوټي.

مظاهره چیانو له حکومته هم غوښتنه کوله چې پرېکړه کوونکي غدارۍ په نوم د افغانستان لويې څارنوالۍ ته ولېږي.

دوی همدا راز ویل که يې غوښتنې ونه مل شي لارو ته به راووځي او په تاوتریخوالی به لاس پورې کړي.

د لاریونیانو له منځه ځینو د خولو د تړلو خبره هم کوله او له دغه اړخه د راپورته کېدونکو زیانونو پړه يې پر هغو اچوله، چې د دوی په وینا له تذ کرو يې د اسلام او افغان د کلمو ویستلو پرېکړه کړې.

پردې سربېره لاریونیانو د ولسمشر کرزي له وروستي دریځه هم ملاتړ کاوه، چې د امنیتي او دفاعي تړون په تړاو يې د امریکا پر وړاندې خپل کړی.

خو د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي، چې د دین او افغانیت کلمې هېڅکله له تذکرې نه دي ایستل شوې:

''زه نن یوځل بیا افغان ولس ته وایم، چې مشرانو جرګې هېڅکله د خپل دین او افغانانو خلاف داسې قانون نه دی تصویب کړی، چې د سردردۍ لامل شي، په تذکره کې د دین کله ساتل شوې نه لیرې شوې او نه به لیرې شي، هېڅکله به موږ داسې تذکره وانه خلو، چې د دین او افغانیت کلمه په کې نه وي راغلې، البته اختلاف پر دې دی، چې دغه توري د نویو تذکرو په کوم ځای کې ولیکل شي. د مشرانو او ولسي جرګې ګډه جرګه پر دې پرېکړه کوي او بیا به ټولو ته اعلان شي''.

ورته مطالب