''د افغان زندانونو وضعيت د اندېښنې وړ دی''

Image caption اوسمهال شاوخوا ۳۰۰۰۰ زندانيان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي

د جوړې شوې جرګګۍ غړي وایي د روغتیایي ستونزو، په کوچنیو خونو کې د ګڼو بندیانو يو ځای اوسېدل، د ښونیزو او روزنیزو بوختیاو نشتوالی او د هغو فرمانونو نه په پام کې نیونه چې له مخې یې د بند موده راټیټیږي هغه ستونزې دي چې بندیانو یې په اړه شکایتونه کړي.

محمود کوچی په خپل راپور کې کاږي، دغه جرګګۍ وایي په دې اړه یې یوه تګلاره چمتو کړې چې په نژدې راتلونکې کې به یې ولسمشر ته وړاندې کړي.

د دغې ۲۱ کسیزې جرګګۍ په اډانه کې د عدلیې، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا، د حج او اوقافو او پر اساسي قانون د څار د کمیسون استازي برخه لري چې د افغان ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې یې په دریو میاشتو کې د ۲۱ ولایتونو له ۲۳ زندانونو لیدنه کړې ده.

دغه پلاوی وايي دغلته په ګڼو زندانونو کې ستونزې ډیرې وې او بندیان د بخښنې له هغو فرمانونو نه دی برخمن شوي چې کله نا کله د ولسمشر له خوا صادریږي.

پر اساسی قانون د څار د کمېسيون غړی عبدالقادر عدالتخواه چې د دغې جرګګۍ غړیتوب هم لري وايي، د دوی د موندنو له مخې ډیر داسې بندیان شته چې تر اوسه مدافع وکیلان نه لري:

''ډیرو بندیانو شکایت لاره چې له قانوني مودې زیات وخت یې په بند کې تیر کړی او ګڼو نورو یې دا شکایت هم لاره چې دوی مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري، د دې تر څنګ هغوی نورې ورته ستونزې هم یادولې''.

دا رنګه په تنګو خونو کې د زیاتو بندیانو اوسیدنه، د روغتیایي اسانتیاو نشتوالی او د ښوونیزو او روزنیزو بوختیاو نشتوالی هغه نورې ستونزې دي چې د افغانستان په زندانونو کې لیدل کیږي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې بندیانو د همدغو ستونزو له امله د نه خوړو اعتصابونه کړي او د دغو ستونزو د لرې کولو غوښتنې یې لرلې.

دغه ګومارل شوې جرګګۍ وايي پر داسې یوې تګلارې کار کوي چې په زندانونو کې صنعتي برخې پیاوړې شي او د دوی په وینا ورسره به د دغو ستونزو لمن هم ورټوله شي.

دوی وایي دغه تګلاره به افغان ولسمشر ته وړاندې کړي او په خبره یې چې په نژدې راتلونکې کې به یې پلې هم کړي.

دا مهال تر ۳۰۰۰۰ پورې زندانيان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي چې د ستونزو د لرې کولو لپاره یې ښايي زیاتو پیسو ته هم اړتیا وي .

ورته مطالب