حکومت کابل کې اقتصادي او ټولنيزه سروې پيل کړې

Image caption احصایې ادارې له دې مخکې دغه سروې ګانې په بامیان، دایکنډي او غور ولایتونو کې کړي

افغان چارواکي د هېواد په پلازمېنه کابل کې اقتصادي، ټولنیزه او دموګرافیکي سروې پیل کړې ده.

دوی وايي غواړي د پرمختیايي او ټولنیزو پلانونو او پالیسي جوړونکو او دغه راز د تحقیق لپاره د دغه ولایت د اوسېدونکو او دهغوی د مېشت ځایونو په باب کره اقتصادي او ټولنیز معلومات راټول کړي.

افغان حکومت د احصایې د مرکزې ادارې پر مټ یوه سروې پیل کړې، چې په ترڅ کې به یې د ښار او ولسوالیو د ټولو اوسېدونکو د ژوند کچې، جنس، کورونو شمېر، زده کړو، روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسي، وزګارۍ کچې د مور او ماشوم مړینې، چاپېریالي حالت او داسې نور اقتصادي او ټولنیز تازه او کره معلومات راټول کړي.

په کابل کې زموږ همکار نور محمد سعيد وايي، د مرکزي احصایې ادارې مسلکي مرستیال حسیب الله موحد ورته ويلي چې دغه سروې د پالیسي جوړونکو لپاره د یوې هندارې په مانا ده، چې د ولایت د اوسېدونکو په باب به کره معلومات راغونډوي.

ښاغلی موحد وايي، د رسنیو له لارې یې خلکو ته وار له مخه د دغې سروې په باب معلومات ورکړي او خلک هم ورسره همکاري کوي.

دوی وايي د زورواکانو، قومندانانو او مخورو په ګډون يو لږ شمېر کسان د دوی د کار پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

سرشمېرنه

خو دوی زياتوي له خلکو یې غوښتنه داده، چې دوی ته کره معلومات ورکړي، چې دقیقې شمېرې تر لاسه شي.

د احصایې ادارې له دې مخکې دغه ډول سروې ګانې په بامیان، دایکنډي او غور ولایتونو کې تر سره کړې دي.

دوی وايي دا چې په پلازمېنې کابل کې د مناسبو ښاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره کره او تازه معلوماتو ته سخته اړتیا وه، ځکه یې د ملګرو ملتونو، برتانيا او جاپان هېوادونو د ځینو مرستندویانو په همکاري دغه سروې پیل کړې، چې په ۴۵ ورځو کې به بشپړه شي.

افغانستان کې تر اوسه عمومي سر شمېرنه، نه شته او کار پوهان په دې باور دي چې دغه ډول احصایې به د عمومي سر شمېرنې پر لور هم لاره هواره کړي.

ورته مطالب