'دېوالونه'، د یوې کلیوالې د لنډو کیسو ټولګه

Image caption ديوالونه د ١٢ لنډو کیسو ټولګه ده، چې جلال اباد کې مازيګر کتاب پلورنځي چاپ کړې او پر پښتي يې د نامعلوم انځورګر ډېر هنري انځور ليدل کېږي.

د ليکوال حساس طبيعت همدا دا دى چې يو څه اوري او ويني هغه په ليکنه کې منعکس کړي، يا ښه يا بد. د ټولنيزو چارو د يوه ماهر خبره ده، چې وايي که ټولنه مو له ستونزو ډکه وي، ادب مو هم همداسې بويه.

د ټول نړيوال ادب تاريخ شاهد دي، چې له زړونو راوتلې خبرې پر زړونو اغېز کوي او همدغه اغېزمنې ليکنې شاهکارونه بلل کېږي. د کره کتنې په پراخه دايره کې بيا د هرې ليکنې پر هغه اړخ حساب کېږي، چې زيات هنريت ولري. مثلاً د يوې کيسې پلاټ جووت وي، د بلې هغې ژبه خوږه وي، د بلې هغې بيا مکالمې په تول پوره وي او همدغسې نور اړخونه ...

دغسې بيا اثرونه په کتګوريو وېشل کېږي او هره ليکنه خپل مقام مومي. دلته يوه ستونزه داده، چې موږ هر يوه هره ليکنه په خپله تله تلو. که د کوم اثر يوه برخه مو هم په خپل تول پوره نه وي، نو له يوه سره يې رده کړو.

د قلم مبارزه

دغه اوږدې خبرې مې ځکه وتپلې، چې د يوې داسې ليکوالې لنډې کيسې مې ولوستې، چې دا خپله وايي، له ليکلو وروسته هم پرې نه پوهېدم، چې لنډه کيسه مې وليکله که ادبي ټوټه. په خورا صداقت يې راته ( اعتراف) وکړ، چې وايي د ورور مې کور ودان، زما دغه لنډې کيسې يې ګوښې کړې او په يوه ټولګه کې يې وپېلې.

ما چې د دغې ليکوالې (زاهده سبا) د لنډو کيسو دغه ټولګه (ديوالونه) ولوستله، په ذهن کې ناست (معاصر کره کتونکي) راته ويل، چې د لرې پرتې سيمې د يوې داسې ښځينه ليکوالې په قلم ليکلې مناسبې کيسې دي، چې خپله هم د هماغې محرومې، مجبورې او کم نصيبې ټولنې برخه ده.

هلته چې ښځه ليکواله تر کلونو پورې خپلې ډېرې معقولې ليکنې له بې زړه توبه چاته د لوستلو لپاره نه ښيي، همدومره ډېره ده، چې ځان د قلم مبارزينو کې شامل وبولي او برالا يې اعلان هم کړي. خو دې سره مې زړه ويل چې ليک کې يې داسې (نور څه) هم شته، چې له عادي لنډو کيسو يې جلا کوي.

لږ غور مې پام د مېرمن سبا د لنډو کیسو له تصنع پاکې ژبې او مکالمو ته واړاوه. دا چې نوموړې يوه کليواله ښځه ده، يوه مور ده او وروسته ليکواله ده، يانې په ټوله معنا يې د خپل هنر ا‌ظهار هغسې کړي، چې بايد يې کړي وای.

نه پوهيږم شعوري او که غير شعوري يې هڅه کړې، چې خپلې کېسې په هغه ژبه وليکې، چې کليو کې زموږ مېندې پرې خبرې کوي.

داسې مکالمې لري، چې هره يوه يې د (ښار ځپليو) لپاره يونيک او انتيک ده. نژدې د هرې جملې اډانه يې د ژبې سوچه ګرامري اصولو سره سمه ده. زاهده سبا د ولسي شاعر پلار حاجي شهزاد ګل لور ده او خپله هم شعر وايي، ځکه يې په کیسو کې هم مکالمې د شعري موزونيت له هنره ډکې دي.

ديوالونه د ١٢ لنډو کیسو ټولګه ده، چې جلال اباد کې مازيګر کتاب پلورنځي چاپ کړې او پر پښتي يې د نامعلوم انځورګر ډېر هنري انځور ليدل کېږي.

د دغې ټولګې لوست رازده کړل چې زموږ غوندې ټولنو کې د هنري او ادبي پنځونو لپاره سوژې لږ نه دي او نه هم دې سوژو ته چوکاټونه لټول کوم سخت کار دى، خو د اظهار لپاره داسې هنر زده کوله چې له خچه پاک وي، رښتينې بريا ده.

ورته مطالب