د پاکستان له لارې افغانستان ته د امریکايي اکمالاتو درول

Image caption د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په وروستیو کې دغه ایالت کې د امریکايي توکو د لېږد پرضد پراخ لاریونونه وکړل.

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګان) ویلي، پاکستان کې د امنیتي اندېښنو او عمومي اعتراضونو له کبله یې د تورخم له اکمالاتي لارې افغانستان ته د خپلو اکمالاتي توکو د لېږد لړۍ ځنډولې ده.

له تېرو څو اونیو راهیسې پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرضد اعتراضونه دوام لري.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو نژدې نیمايي اکمالاتي توکي د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي، چې تر ډېره د خیبر پښتونخوا ایالت له لارې د تورخم له دروازې لېږدول کېږي.

په دغه ایالت کې د امریکا ضد اعتراضونه په ډېرېدو دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په وروستیو کې دغه ایالت کې د امریکايي توکو د لېږد پرضد پراخ لاریونونه وکړل.

د نوموړي بل اعتراض د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدو په اړه و.

عمران خان امریکا د پاکستاني طالبانو د مخکني مشر حکیم الله مسعود په وژلو تورنه کړې، او وايي چې واشنګټن له پاکستاني طالبانو سره د سولې بهیر په سیند لاهو کړی دی.

Image caption په داسې حال کې چې ټاکل شوې، په ۲۰۱۴ کال له افغانستانه ډېری امریکايي ځواکونه ووځي، دغه لار د امریکا لپاره ډېر اهمیت لري.

خو د پنتاګان ویاند د تېرې سې شنبې په ورځ هیله مندي وښووله، چې په نژدې راتلونکي کې به د دې مهمې ستراتیژیکې اکمالاتي لارې د خلاصون په باب غور وکړي.

هغه دا هم ویلي، چې د خیبر د لارې لنډمهال لپاره بندېدو سره، افغانستان کې امریکايي ځواکونه ډېر نه اغېزمن کېږي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اکمالاتي توکو د لېږد یوه بله مهمه لار د پاسکتان سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت په چمن سرحد کې تېره شوې ده.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې، په ۲۰۱۴ کال له افغانستانه ډېری امریکايي ځواکونه ووځي، دغه لار د امریکا لپاره ډېر اهمیت لري.

د بي بي سي خبریال وايي، د پاکستان حکومت لاهم پر هغې ژمنې ولاړ دی، چې د ناټ، اکمالاتي لاره به پرانیستې پرېږدي، خو د لارې د بندوونکو معترضینو پروړاندې یې چندان جدي ګام نه دی اخیستی.

ورته مطالب