د افغانستان ملي موزيم ودانۍ پرانيستل شوه

Image caption په تېرو څو کلونو کې افغان موزيم ډېر رغول شوی

د افغانستان ملي موزيم ودانۍ د پنجشنبې پر ورځ (د دسمبر پر ۵ مه) په کابل کې پرانيستل شوه.

د موزيم نوې ودانۍ د امريکا په مالي مرسته جوړه شوې، چې د پرانيستې مراسمو کې يې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مخدوم رهين، د موزيمونو مشر عمرا خان مسعودي او هم د امريکا سفير جېمز کننګم ګډون درلود.

په کابل کې د امريکا سفارت په يوې وينا پاڼه کې ويلي د نوې ودانۍ جوړولو چارو کې د کتونکو لپاره لار، چاپېر دېوال او هم يو منار شامل دي، چې د ملي موزيم ماسټر پلان برخه جوړوي.

د افغانستان ملي موزيم ودانۍ چې د کابل جنوب کې د دار الامان له ودانۍ سره څېرمه دی، د جوړولو بهير يې د معمارۍ او ډزاين ادارې (S.E.E) له لوري څارل کېږي.

په کابل کې د امريکا سفارت وينا پاڼه کې ويل شوي د دغه هېواد شيکاګو پوهنتون ختيځ انسټيټيوټ داسې پروژې پيل کړې چې له مخې يې د افغانستان ملي موزيم توکي مستندوي، او د دې لپاره معلوماتي زېرمتون يا ډېټابېس جوړوي.

د امريکا سفارت ويلي د دغه هېواد حکومت له ۲۰۰۲ کال راهيسې د افغانستان ملي موزيم په رغونه او ابادۍ کې ۱۰ مليون ډالره پانګونه کړې، چې په وينا يې د ملي موزيم ودانۍ لپاره د يو نوي او خوندي ډزاين جوړول هم شامل دي.

د افغانستان ملي موزيم چې د کورنۍ جګړې پر مهال په پراخه توګه زيانمن شوی و، په تېره شاوخوا يوه لسيزه موده کې يې خپل ډېر ورک شوي لرغوني اثار بېرته ترلاسه کړي دي.

د ۲۰۱۲ کال اګست کې د لرغونو اثارو سلګونه غلا شوې ټوټې افغان ملي موزيم ته وسپارل شوې.