"د امنیتي تړون وروستۍ پرېکړه باید کرزی وکړي"

Image caption فيضي دامريکا له لوري د تړون لاسليک يو اړخيزه غوښتنه ناسمه وبلله

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، تر هغو چې امریکا یې د هېواد شرطونه منلي نه وي، ولسمشر کرزی به له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلکېدو اجازه ورنه کړي. امریکا وړاندیز کړی ،، چې دغه تړون د افغانستان د

دفاع یا بهرنیو چارو وزیران هم لاسلیکولی شي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي، ولسمشر کرزی ټینګار کوي، تر هغو به له امریکا سره د امیني تړون د لاسلیکولو اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان شرطونه یې منلي نه وي.

ښاغلي فيضيي دا څرګندونې د کابینې تر غونډې یوه ورځ وروسته او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري تر هغو څرګندونو وروسته کړې، چې وايي، دغه تړون د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم لاسلیکولی شي.

د افغانستان ولسمشر تر لویې جرګې پایته رسېدو وروسته وویل، له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکېدو ته دوه شرطونه لري.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي یوځل بیا د افغان ولسمشر پر وړاندیز شویو شرطونو ټینګار وکړ: " لومړی دا چې امریکايي ځواکونه د افغانانو په کورونو کې هر راز هوايي او ځمکني عملیات ودروي او دویم دا چې د سولې عملي بهیر پیل شي".

ډېر صبر مو وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په درشل کې ویلي وو چې: "د دغه تړون د پرمختګ لپاره هڅې مهمې دي. اړینه نه ده چې حتماً یې دې ولسمشر لاسلیک کړي، د دفاع وزیر یې هم لاسلیکولی شي، دولت یې هم لاسلیکولی شي، هرڅوک چې وغواړي دغه مسؤولیت ومني. زموږ د پروګرامونو جوړولو لپاره د دغه تړون لاسلیکېدل مهم دي. ډېر صبر مو وکړ. زموږ هڅه دا ده چې افغانستان کې زموږ فعالیتونو ته لازمې مالي سرچینې خوندي کړو. حال دا چې اوس نه پوهېږو چې ایا دوی غواړي څه وکړي".

د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن هم ویليو چې ولسمشر حامد کرزی یوازېنی هغه کس نه دی، دغه تړون به لاسلیک کړي، خو افغان چارواکي وايي چې دغه تړون له ولسمشر پرته نور څوک نه شي لاسلیکولی.

په بروکسل کې د افغانستان د باندینیو چارو وزارت ویاند جانان موسي هم خبریالانو ته ویلي، چې د افغانستان حکومت د امنیتي تړون ملاتړ کوي، خو تر "مناسب وخت" وړاندې یې نه شي لاسلیکولی:

"په هر صورت کې د افغانستان ولسمشر باید پرېکړه وکړي، او امنیتي تړون د ولسمشرانو له خوا لاسلیکېږي".

د ناټو نوی ماموریت

پر همدې مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د ناټو غونډه کې ویلي، چې افغانستان کې د ناټو هر ډول نوی ماموریت باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري تصویب شي.

روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو دایمی غړی دی، چې د وېټو حق لرلی شي.

که چېرې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي، تر پنځلسو زرو پورې امریکايي او یو شمېر نور ناټو سرتېري تر ۲۰۱۴ کال وروسته، چې ماموریت یې رسماً پایته رسېږي، په افغانستان کې پاتې کېدی شي.

د ناټو چارواکو په وینا، تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان کې د ناټو ځواکونو ماموریت د افغان ځواکونو پر روزنې، سلامشورې او ملاتړ ورټول وي.

د اوسني امنیتي تړون د مصوبې پربنسټ، چې مخکنۍ مشورتي لویې جرګې تایید کړې هم ده، په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته بهرني ځواکونه په بګرام، کابل، مزار شریف، هرات، کندهار، شینډنډ، ګردېز او هلمند کې پوځي حضور لرلی شي.

ورته مطالب