هېګل: افغان چارواکو د تړون لاسلیکېدو ډاډ راکړ

Image caption دا افغانستان ته د ښاغلي هیګل دویم سفر دی.

د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته د خپل سفر په لړ کې ویلي، چې افغان سیال بسم الله محمدي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکېدو په اړه ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي هیګل دا هم ویلي چې فکر نه کوي د متحده الاتونو هغه فشارونه چې ګواکې ولسمشر کرزی تړون لاسلیکلول ته قانع کړي ګټه ولري.

امریکا غواړي چې د روان ۳۰۱۳ کال ترپایه، چې تر یوې میاشتې لږ وخت ورته پاتې، دغه تړون لاسلیک شي، خو افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون لپاره امریکا ته خپل شرطونه وړاندې کړي دي.

د کرزي لومړی شرط دا دی چې امریکا باید له طالبانو سره د سولې ریښتینې خبرې پیل کړي، او امریکا د افغانانو په کورونو کې هوايي او ځمکني بریدونه او عملیات ودروي.

پر همدې مهال، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډوبنز د تېرې جمعې په ورځ (دسمبر ۶) له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې د امنیتي تړون پر سر کومې نوې موافقې ته ونه رسېد.

ښاغلي ډوبنیز له کرزي سره تر لیدنې وروسته وویل، چې امریکا د سولې پر خبرو بیا له سره غور کوي، خو افغان حکومت ته کوم ضمانت نه شي ورکولی.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې ولسمشر حامد کرزي سره لیدل د ښاغلي هیګ په پلان کې نه شته خو د ولسمشرۍ ویاندایمل فیضی رایټرز اژانس ته ویلي، چې امریکا ترې غوښتي وو، چې د یکشنبې په ورځ چک هیګل او ولسمشر کرزي ترمنځ لیدنه وشي. ښاغلي فیضي وویل چې ولسمشر په دې ورځ په رسمي سفر ایران ته ځي، ځکه دا لیدنه ممکنه نه ده، بیا د شنبې په ماخوستن د لیدنې پلان جوړ شو، خو دا هم عملي نه شو.

رپوټونه وايي، چې د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي او لوی درستیز د امریکا سفارت کې د امریکايي ځواکونو له قومندان او امریکايي دفاع وزیر او سفیر سره کتلي او د تړون د لاسلیکېدو ډاډ یې ورکړی.

که چېرې د افغانستان او امریکا ترمنځ دغه تړون لاسلیک شي، له مخې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته شاوهخوا ۱۵ زره امریکايي او د ناټو نورو غړو هېوادونو یوشمېر نور پوځيان پاتې شي.

د ناټو د چارواکو په وینا، د ماموریت ټاکل شوی وخت یې د ۲۰۱۴ کال ترپایه افغانستان کې ختمېږي، چې وروسته به د سلامشورې، روزنې او ملاتړ رول ولري.

د امنیتي تړون د اوسنۍ مسودې له مخې، چې د مشورتي لویې جرګې له خوا تایید شو، په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته بهرني ځواکونه کابل، بګرام، مزار شریف، هرات، کندهار، شینډنډ، ګردېز او هلمند کې پاتې کېدی شي.

ورته مطالب