د کابل- جلال اباد دویمه لویه لار جوړېږي

Image caption د آسیا پراختیايي بانک له ۲۰۰۲ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې درې نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي پر دغې پروژې نژدې ۱۱۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د آسیا پراختیايي بانک له خوا ورکول کیږي.

د کابل جلال اباد تر منځ د دویم سړک د جوړولو چارې به د کابل له څپري پیل او د ننګرهار تر سرخرود پورې ورسیږي. د لته بند له لارې د لومړۍ برخې کار یې څو کال وړاندې پیل شوی وو چې لا هم نه دی بشپړ شوی.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، د دغه سړک د جوړولو کار تړون د افغانستان د ټولګټو وزرات او د شینګجیانګ بیجینګ په نوم یوه چینایي شرکت او بریج ګروپ ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې به د سل کیلومترو په اوږدوالي سړک په پاخه او کانریکټي بڼه جوړیږي. او ورسره به شل مهم پلونه چې له شلو تر ۱۳۵ مترو اوږدوالی لري هم جوړ شي.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي د دغه سړک د جوړولو لګښت د آسیا پرمختیايي بانک ورکوي.

افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی، او سوداګریزه راکړه ورکړه یې هم تر ډېره د ځمکې له لارې ترسره کیږي. دا مهال د نورو لویو لارو په پرتله ډېره سوداګريز توکي د کابل ـ جلال آباد او تورخم له لارې لېږدول کیږي او له اقتصادي پلوه هم مهمه بلل کیږي. د افغانستان د مالیې وزیر د کابل جلال آباد ترمنځ دویمه لویه لار یوه ستره او ملي پروژه وګڼله او وايي چې پر اقتصاد به مثبتې اغېزې ولري.

په افغانستان کې د چین سوداګریز استازي جنګ ون فنګ وویل چین وړاندې تر دې یې هم په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې کار کړی دی او له دې هېواد سره اړیکو ته لېواله دی:

''چین به تر وسې له افغانستان سره خپلو مرستو ته د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو له لارې دوام ورکړي. او ګڼ نور چینايي شرکتونه او سوداګر هڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي''.

په افغانستان کې د آسیايي پراختیايي بانک مشر وویل تر دې وړاندې یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترانسپورتي لارو په نښلولو کې مرسته کړې وه او اوس د دې هېواد په ختیځ کې هم ورته چارې ترسره کوي.

د آسیا پراختیايي بانک له ۲۰۰۲ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې درې نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

ورته مطالب