"د امريکا فشار استعماري چلند ته ورته دى"

Image caption دتړون لاسليکول هغه مهال منم چې شرطونه مې ومنل شي

افغان ولسمشرحامد کرزي ويلي دي چې د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره د امريکا د متحده ايالاتونو فشار استعماري چلند ته ورته دى.

د تړون هدف ٢٠١٤ کال نه وروسته له افغانستان سره پوځي مرستو ته دوام ورکول دي.

خو ولسمشر حامد کرزي د فرانسې يوې وتلې ورځپاڼې لو موند سره په يوې تفصيلي مرکې کې ويلي دي تر هغې چې شرطونه يې ونه منل شي تړون نه لاسليک کوي.

دې پوښتنې ته چې ولې تاسې دا تړون چې هدف يې له افغانستان سره د پوځي مرستو دوام دى نه لاسليکوئ؟

ښاغلي کرزي وويل زه د ملکي تلفاتو په اړه ډېر اندېښمن يم، جگړه بايد افغان کليو کې ونه شي بلکې د ترهگرو پټن ځايونه بايد په نښه شي.

هغه زياته کړه نه زه او نه افغان ولس د دې تړون مخالف يو، خو زه غواړم چې دا تړون افغانستان ته سوله راولي او پر افغان کورونو بريدونه ودرول شي.

دې پوښتنې ته چې څو ورځې وړاندې کابل کې له تاسو سره د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانگړي استازي جيمز ډوبنزد ليدنې پر مهال په دې اړه د هغه پيغام څه و؟

ولسمشر کرزي وويل ښاغلي ډوبنز ورته وويل چې له امنيتي تړون پرته به په افغانستان کې هيڅ سوله نه وي.

ولسمشر وايي د هغه دا خبره دوه ډول تعبيرونه لري، مثبته معنى يې دا ده چې د تړون له لاسليکولو سره به سوله راځي. که هغوي موږ ته د دې باور راکړي دا ښه خبره ده.

خو ولسمشر کرزي زياته کړه چې د امريکا د ځانگړي استازي دا خبرې د ده په ټکو داسې هم تعبيرېدى شي " که تاسې دا تړون لاسليک نه کړي نو موږ به تاسې ته ستونزې پيدا کوو او هېواد کې به گډوډيو ته لمن وهي."

د لو موند ورځپاڼې د خبريال دې پوښتنې ته چې که پر افغان کورونو بريدونه بند شي او د سولې پروسې په لړ کې اغيزمنې هڅې وشې او په دې لړ کې ضمانت درکړ شي نو تاسې به تړون لاسليکوئ، نو ولسمشر کرزي وويل هو په دې حالت کې د تړون لاسليکول منم.

له هغه راهيسې چې د دې تړون پر مسودې خبرې پيل شوې دي د امريکا او افغانستان د حکومتونو ترمنځ اختلافونه موجود و.

تېره مياشت د لوېې جرگې لخوا د دې له تاييدولو وروسته د ولسمشر کرزي شرطونو د کابل او واشنگټن ترمنځ په ظاهره اړيکې ترينگلې کړي دي.

ورته مطالب