پلازمېنه کابل کې زوروره چاودنه شوې

Image caption د افغانستان د ملي امنيت وياند جنرال فريد بي بي سي ته وويل، دغه پېښه د برېښنا د شارتي/ ټکان له امله د ملي امنيت د وسلو په يوه ډيپو کې رامنځ ته شوې ده.

افغان امنيتي چارواکي وايي، په پلازمينه کابل کې د شش درک په سيمه کې چاودنه شوې ده.

د افغانستان د ملي امنيت وياند جنرال فريد بي بي سي ته وويل، دغه پېښه د برېښنا د شارتي/ ټکان له امله د ملي امنيت د وسلو په يوه ډيپو کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي فريد وويل دغه مهمات يې د حکومت له وسله والو مخالفينو ترلاسه کړي وو، چې په خبره يې چاودنه یې ځاني تلفات نه لري.

دی وايي دغلته لګېدلی اور اوس د اطفايي له لوري کابو شوی دی.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو په خپله ټويټر پاڼه کې تاييد کړې، چې په کابل کې د ناټو له مرکزه بهر چاودنه شوې ده.

خو دوی ويلي، چې په دې اړه ډېر جزييات نه لري.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپله فيسبوک پاڼه کې ويلي دغه پېښه د بې احتياطي له امله د افغانستان د ملي امنيت په يوه ډيپو کې رامنځته شوې ده.

ده ويلي، چې دا کومه ترهګريزه پېښه نه وه.

د کابل ښار د نهمې حوزې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوول روح الله بي بي سي ته ویل چاودنه د پخواني دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ کور ته نژدې شوې ده.

د پېښې په ځای کې د بي بي سي يو خبريال وايي چې چاودنه زوروره وه او دودونه يې له لرې مالومېدل.

ورته مطالب