"افغانستان کې د ماشومانو ځورولو پېښې زیاتې شوې"

Image caption سیما سمر وايي د عدلي او قضايي ادارو نه پام او د تورنو کسانو بښل پر ماشومانو د تېري پېښو زیاتېدو اصلي لاملونه دی

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کميسیون وايي په تېر یوه کال کې د ماشومانو ځورولو پېښې ۲۸٪ سلنه ډېرې شوې دي.

د دغه کميسیون چارواکو د ماشوم ځورونو پېښو کې د جنسي تېريو يادونه هم کړې، او د ډېرېدو یو عمده لامل يې په عدلي او قضايي ادارو کې اداري فساد په ګوته کړی دی.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون په نوي راپور کې راغلي شاوخوا ۳۰۰ زره ماشومان په نشه يي توکو هم روږدي دي.

په کابل کې زموږ خبريال خوشحال تایب وايي د افغان ماشومانو بدبختي له هغو لارو او سړکونو پيلېږي چې دوی په کې د خپل تنکي عمر دې پړاو کې پر دې روغتيا ويجاړوونکي عادت روږدي او اخته کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو کميسيون په خپل نوي راپور کې د ماشومانو حالت په اړه اندېښنه ښوولې او وايي تر ۵۱ سلنې ډېر افغان ماشومان په یوه ډول نه یوه ډول کار کوي.

خو دغه راپور له یوه بل تریخ واقعیته هم پرده پورته کوي او هغه دا چې په تېر یوه کال کې پر افغان ماشومانو د جنسي تېري کچه هم لوړه شوې ده.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر د عدلي او قضايي ادارو له خوا د جنسي تېريو پېښو ته نه پام او د تورنو کسانو بښل د دغو پېښو زیاتېدو اصلي لاملونه وبلل.

دې وويل "ډېر هغه کسان چې جنسي تېری کوي، له سزا تښتي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو ته ځي".

خو د بشري حقونو خپلواک کمسيون مشره د دغو کسانو تېښته يوازينی لامل نه ګڼي او وايي "د افغان حکومت په ادارو کې فساد هم ددې لامل کېږي، که دوی وهم نیول شي، نو په خواشینۍ سره چې بېرته خوشې کېږي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات په ۲۰۱۲ کال په کابل کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۱۰۰ او او په نورو ولایتونو کې ۷۰ پېښې ثبت کړې دي.

په دغه راپور کې سخت کارونه، کورنی تاوتریخوالی، په مخدره توکو د کورنۍ د یوه غړي روږديتوب او کډوالي په نشه يي توکو د ماشومانو اخته کېدو لاملونه بلل شوي دي.

دغه راپور د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې له ۴۰۰۰ ډېرو ماشومانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی.

ورته مطالب