تورخم کې د ملي امنيت پر ودانۍ ځانمرګی شوی

Image caption ويل کېږي چې يو تن سرسري ټپي شوی او د بل ټپونه ژور دي

د افغانستان له ختيځ نه راپورونه وایي، چې د پاکستان پر پوله افغان لوري کې د يوه ځانمرګي بريد په پایله کې دوه کسه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي بريد سهار وختي د تورخم په سرحدي ښار کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې پر يوې ودانۍ شوی دی.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال ببرک مياخیل وايي، چارواکو ورته ويلي چې په دغه بريد کې د ملي امنيت دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.

ويل کېږي چې يو تن سرسري ټپي شوی او د بل ټپونه ژور دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بي بي سي ته ويلي ځانمرګی لومړی د ملي امنيت د ساتونکو له لوري د تومانجې په ډزو ټپي شوی، خو توانېدلی چې ودانۍ ته ننوځي.

امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي او خلک ودانۍ ته نژدې نه ورپرېږدي.

مخکې تر دې داسې راپورونه و، چې ګواکې د ملي امنيت پر ودانۍ ډله ييز بريد شوی دی.

داسې راپورونه هم و، چې ګني يوه ځانمرګي ځان الوځولی او دوه نور له امنيتي ځواکونه سره په جګړه کې کيوتي.

خو وروسته ولايتي چارواکو وويل چې دا يوازې يو ځانمرګی بريدګر و.

تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو افغان چارواکي تر ډېره د دا وړ بريدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.

ورته مطالب