هرات کې سلګونه کسان د ښځو په ملاتړ راټول شوي

Image caption دغه میرمن (ستاره) اوس د هرات په روغتون کې بستري ده

دغه غونډه یوه ورځ تر هغه وروسته ترسره شوه چې د هرات د انجیل ولسوالۍ یوه اوسیدنکې د لفظي شخړې وروسته د خپلې میرمنې پزه او شونډه په چاړه پرې کړه.

د مراسمو ګډون والو یو پریکړه لیک ولوست چې په ترڅ کې یې له دولته غوښتل شوي چې په بنسټیزه توګه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنوی وکړي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال محمد قاضي زاده وايي، یو شمېر ګډون والو ویل تر هغو چې د دې ډول پيښو عاملین له قانونه د تیښتې امکان موندلی شي دا ستونزه به هواره نه شي.

په دې مراسمو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون یو شمیر کمیشنرانو هم چې د یوه رسمي ماموریت لپاره هرات ته ورغلي وو، ګډون کړی وو.

د نوموړي کمیسیون یو کمېشنر جنرال ایوب اصیل وویل: ''دا یو ستر جنایت دی. دولت باید د دې پيښې مرتکب یا مرتکبین ژر ونیسي او د قانون مطابق باید شدیده جزا ورکړي . د همدې ځایه باید کار شروع شي چې د نورو لپاره د عبرت درس وګرځي''

دغه میرمن (ستاره) اوس د هرات په روغتون کې بستري ده.

ستاره وړمه شپه ظاهرآ د هغه د خاوند له خوا د یوې لفظي شخړې وروسته په چړې ووهل شوه، د ده خاوند چې ویل کیږي په نشه یی توکو روږد دی د نوموړې شونډه او پزه په چاړه پرې کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات په هرات کې پولسو ته لارښونه کړې چې ډیر ژر د پيښې عامل ونسي.

سره له دې چې په هرات کې د ښځو د حقونو د دفاع بېلابېلې څانګې فعاله دي خو دا څو کاله کیږي چې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي ډیرې پيښې ثبتیږي.

د مدني ټولنې ډیری غړي وایي بې وزلي، په ټولنه کې په نشه یي توکو د ګڼ شمیر روږدو کسانو شتون او د قانون نه پلي کیدل د دی لامل شوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو څخه د مخنوي په موخه شوې هڅې ناکامه شي.

ورته مطالب