امريکا د تړون لاسليک ته مهال وېش وغځاوه

Image caption د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي تر هغې به دغه سند لاسلیک نه کړي، چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لومړي ځل ویلي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون له ټاکنو وروسته د ولسمشر کرزي پر ځای له راتلونکي ولسمشر سره هم لاسلیکیدای شي.

خو جان کیري له یوه امریکايي تلویزیون سره په خبرو د دغه سند پر ژر لاسلیکیدو ټینګار کړی دی.

پخوا د امریکايي چارواکو له خوا ویل شوي وو، چې ولسمشر کرزی دې دغه سند د روان کا تر پایه لاسلیک کړي خو ښاغلي کیري وايي، د دغه سند د لاسلیک لپاره ضرب الاجل نه دی ټاکلی.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي لا هم په خپل پخواني دریځ ولاړ دي او تر هغې به دغه سند لاسلیک نه کړي، چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

دا لومړی ځل دی، چې په دې کچه یو لوړ امریکايي چارواکي د دغه سند د لاسلیک د مهال په اړه یو څّه نرم دریځ ښيي.

جان کیري ویلي، که ولسمشر کرزی دغه تړون نه لاسلیکوي، نو له راتلونکي ولسمشر سره دې امضا شي خو د هغه ټینګار بیا وه، چې ښاغلی کرزی دې دغه تړون لاسلیک کړي.

نوموړي دارنګ ویلي که امریکايي ځواکونه په افغانستان کې نه وي نو افغان امنیتي ځواکونه ښايي له جدي ننګونو سره مخامخ شي.

د دغه تړون له لاسلیک سره به امریکا په قانوني ډول دا اجازه ولري، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان یوشمیر سرتیري او پوځي اډې ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د دغه سند ژر لاسليک ځکه اړين دي چې امريکا غواړي له ٢٠١٤ کال وروسته په دغه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کولو لپاره پلانونه جوړ کړي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې لا هم پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي او تر هغې به دغه تړون لاسلیک نه کړي، چې شرایط یې نه وي منل شوي.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرسیتالې عادلې راز زموږ حفیظ الله معروف ته ویلي په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د افغانانو پر کورنو د بهرنیو ځواکونو د چاپو بندیدل د دغه تړون د لاسلیک لپاره اصلي لاملونه دي.

ولسمشر کرزي پخوا هم څو څو ځلې په خپل دریځ ټینګار کړی او ویلي دي، تر هغې به دغه تړون نه لاسلیکوي، چې شرایط یې نه وي منل شي.

د دغه تړون پر سر اوس د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې له پخوا ډیرې ترینګلې شوې دي.

ورته مطالب