وروستي جګړیز اسټرالیايي ځواکونه له ارزګانه ووتل

Image caption اسټرالیايي ځواکونه ترینکوټ کې له ۲۰۰۵ راهیسې دېره وو.

چارواکي وايي، اسټرالیا په ارزګان ولایت کې خپله مرکزي پوځي اډه تړلې او وروستي جګړیز ځواکونه یې له دغه ځایه وتلي دي.

اسټرالیايي ځواکونه په ترینکوټ پوځي مرکز کې له ۲۰۰۵ راهیسې دېره وو.

خو اوس د دوشنبې په ورځ چارواکو وویل، د پوځیانو وروستۍ ډله له دغه ځایه د خپل هېواد پر لور روانه شوه.

د اسټرالیا لومړي وزیر ټوني اېبټ هغه اسټرالیايي پوځیان وستایل، چې له ۲۰۰۱ راهیسې یې افغانستان کې پوځي ماموریت تر سره کړی. نوموړي وویل:

' موږ پوهیږو، چې دوی ډېره لوړه بیه لنډه کړې، ۴۰ تنه وژل شوي او ۲۶۱ سخت ټپیان شوي دي، خو دغه قربانۍ بې ځایه نه دي، ارزګان نن د یوې لسیزې پخوا پرتله ډېر بدلون موندلی.'

له یوه کاله راهیسې د ارزګان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارلې شوې دي.

د اسټرالیا دفاع وزیر سناتور ډېوډ جانسټون وايي له ۲۰۱۴ وروسته به افغانستان کې ۴۰۰ اسټرالیايي پوځیان پاتې شي، چې د افغان ځواکونو روزنې او مشورې ورکولو چارې به پر مخ بیايي.

له دې مخکې د لیبر ګوند پخواني حکومت ویلي و، چې ترینکوټ پوځي مرکز به د ۲۰۱۳ تر پایه وتړل شي.

په پام کې ده، چې د ۲۰۱۴ تر پایه ډېری نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.

ورته مطالب