نوی کابل بانک بیا پلور ته وړاندې کېږي

Image caption نوی کابل بانک د داوطلبي په لومړي پړاو کې و نه پلورل شو.

د افغانستان مالیې وزارت یو ځل بیا نوی کابل بانک پلور ته وړاندې کړ.

نن دوو بهرنیو شرکتونو د دغه بانک رانیولو لپاره د داوطلبۍ اسناد د افغانستان مالیې وزارت ته وړاندې کړل.

افغان چارواکي وايي د دغو دواړو شرکتونو اسناد څېړل کېږي او تر دوو راتلونکو اونیو پورې به د دغه بانک برخلیک معلوم شي. له کابله نورمحمد سعید په رپوټ کې کاږي، چې افغانستان مرکزي بانک او مالیې وزارت نوی کابل بانک نن پلور ته وړاندې کړ.

له څلورو بهرنیو شرکتونو، چې تمه وه، د دغه بانک پېردونکي دي، دوو یې دواطلبۍ ته حاضر شول.

د امریکا سي بي جي ای او د کرو کېپټل شرکت، چې مرکز یې په عربي متحدو اماراتو کې دی د دغه بانک له پېرودونکو دي.

د افغانستان بانک رییس نورالله دلاوري وايي، د دغو شرکتونو وړاندیزونه به تر راتلونکو دوو اونیو پورې د مرکزي بانک، مالیې وزارت او نوي کابل بانک مسولینو له لوري وارزول شي.

بل لور ته د نوي کابل بانک رییس موسی غازي وايي د بانک پېردونکي باید د بانک له بیې پرته شل میلیونه ډالر د افغانستان دولت ته ورکړي.

نوی کابل بانک د داوطلبي په لومړي پړاو کې و نه پلورل شو. په هغه پړاو کې د افغانستان ماليې وزارت د نوي کابل بانک د یوازیني پېرودنکي وړاندیز رد کړ.

هغه غوښتنه د علي اکبر ژوندي د شرکتون کنسورشیم اړوند وه.

نوی کابل بانک همدا اوس دولتي ادارو ته د امنیتي ځواکونو او نورو دولتي کارکونکو د معاشونو وړاندې کولو خدمتونه وړاندې کولو لړ کې فعال دی، خو د پور ورکولو په څېر بانکي خدمتونه نه وړاندې کوي.

افغانستان کې دا مهال ۱۶ خصوصي بانکونه فعالیت کوي، چې څلور هغه یې د بهرنیو پانګه والو له لوري تاسیس شوي او اداره کېږي.

ورته مطالب