پارون ته غځېدلې لار ۸ کاله وروسته پرانیستل شوه

Image caption له تېرو ۸ کلونو را هیسې پارون ته ورغلې لار د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه.

له پنځو ورځو سختو ځمکنیو پوځي عملیاتو وروسته تېره شپه ناوخته افغان ځواکونه د نورستان د واما ولسوالۍ ته ورسېدل.

له تېرو ۸ کلونو را هیسې پارون ته ورغلې لار د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه او هېڅ حکومتي مامور له دغې لارې سلامت نه شوای اوښتی.

د ډېرو باور دا و چې له چپې درې د لارې ازادولو او هلته د سرتېرو رسول به ګڼې ککرۍ ورژوي، خو د لومړۍ لیکې قومندانان د جګړې تلفات خورا کم یادوي.

د کونړ پولیسو مشر ارکان حرب عبدالحبیب سید خیل وایي په ټوله جګړه کې پنځه افغان سرتېري او ۱۸ وسله وال ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي پنځه ولسي وګړي چې درې ېې سړک کې پر خښ شوي ماین ختلي وو، وژل شوي او همدومره وسله وال په مخامخ جګړه کې له منځه تللي.

وسله وال طالبان د خپل لوري زیان خورا لږ او د حکومتي سرتېر هغه لوړ ښيي. ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو شمېر استول شویو بریښنا لیکونو کې تر ۴۰ د ډېرو افغان پوځیانو او پولیسو دوژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې.

مجاهد په ټوله جګړه کې د دریو وسله والو د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.

دواړه لوري يوبل ته د سر زیان اړولو دعوې کوي، خو د ملکیانو دوژنې په شمېر کې یوه خوله دي.

د چپې درې خلکو هم دا څو ورځې د جګړې د سختوالي له امله پخپلو کورونو کې تېرې کړي او وایي هله ېې ساه سمه شوه چې پوځیان ېې له کلي واوښتل.

نورستان ته د ورغلې لارې د خوندیتوب عملیات په سخت ژمي کې يواځې افغان ځواکونو د ناټو له ځمکني او هوايي ملاتړ پرته ترسره کړي.

سره له دې چې د جګړې قومندانانو دوسله والو بریدونه خورا سخت بللي، خو وايي د لارې په اوږدو کې د ګڼو پوستو جوړولو تابیا لري، چې لار یو ځل بیا نا خوندي نه شي.

څو میاشتې وړاندې افغان او بهرنیو ځواکونو په کډو عملیاتو کې د چپې درې ولسوالۍ تر ودانۍ ځان ورسولی وو، خو اوس تر پارونه ورسیدل.

اوس افغان څوانو دیوې بلې ننګونې سره مامخ دي ،چې ختیځ نورستان (کامدیش او برګمټل ته ورغلې لار هم خوندې کړي،خو ښايي هغه دومره اسانه نه وي.

اوس افغان ځواکونه له یوې بلې ننګونې سره مامخ دي، چې ختیځ نورستان کامدش او برګمټل ته ورغلې لار هم خوندي کړي، خو ښايي هغه دومره اسانه نه وي.

ورته مطالب