'مجددي 'هجرت' نه دی کړی'

مجددي
Image caption د صبغت الله مجددي زوی ‌‌ذبیح الله مجددي د خپل پلار هغه څرګندونې هم یو ځل بیا تکرار کړې چې د یاد شوي تړون سملاسي لاسلیکول د افغانستان په ګټه دي.

د افغانستان د ملي نجات جبهې د مشر صبغت الله مجددي کورنۍ ويلي دي، چې ښاغلي مجددي د افغان- امريکا د امنیتي تړون د نه لاسليکېدو له کبله هېواد نه دی پرېښی، بلکې له مخکې د یوه پلان شوي سفر په ترڅ کې ددرملنې لپاره بهر ته تللی، چې په وینا یې ژر به بېرته راستون شي.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې کاږي، د افغانستان د ملي نجات جبهې او تېرې مشورتي لویې جرګې مشر صبغت الله مجددي تر جرګې وروسته ولسمشر حامد کرزي ته خبردارې ورکړ که له امریکې سره امنیتي تړون په سملاسي توګه لاسلیک نه کړي دې به له افغانستانه هجرت وکړي.

تر دې وينا درې ورځې وروسته ښاغلی مجددي ډنمارک ته لاړ، خو اوس د ښاغلي مجددي زوی او د کابل پخوانی والي ذبیح الله مجددي وايي چې ګواکې پلار يې له مخکې د پلان شوي سفر په ترڅ کې ددرملنې لپاره بهر ته تللی او بېرته راستنېدونکی دی.

''حضرت صاحب د روغتیايي اړتیاوو پر بنسټ دغه سفر ترتیب کړی و، خو دا حقیقت دی، چې د ولسمشر له ځینو نامسؤولانه سیاستونو څخه ځورېدلی، خو حضرت صاحب هرڅه د هېواد د خیر او ګټو لپاره کوي. نوموړی بېرته راځي او هېڅکله به خپل هېواد پرېنږدي''.

څو

ذبیح الله مجددي د خپل پلار ننګه وکړه او ویې ويل په داسې حال چې يو شمېر ګاونډي هېوادونه د افغانستان نا امنۍ ته په څو (کمین) کې ناست دي، دغه هېواد باید په سملاسي توګه له امريکې سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د افغانانو کورونو ته د امریکايي ځواکونو د ننوتلو خبره، د سولې ناډاډمن بهیر او د کره ټاکنو په اړه شک هغه څه دي چې دی يې له کبله په سملاسي توګه د امنیتي تړون لاسلیکولو ته چمتو نه دی.

خو ذبیح الله مجددي وايي چې ګواکې دا پلمې دې او په وینا یې ښاغلي کرزي دې لپاره رامخې ته کړي چې خپله ډله یې په واک کې پاتې شي.

اوس امریکايي چارواکو هم ویلي که له ښاغلي کرزي پاتې شو نو د هغه له راتلونکي ځای ناستي سره هم امنیتي تړون لاسلیکیدای شي.

ورته مطالب