سیګار وايي پکتیکا کې ۵ نیم میلیون ډالر ضایع شوي

Image caption سيګار څېړندوی په خپل راپور کې ويلي دا په افغانستان کې د امريکايي اډو دننه د مرستندويه او سونګ ځايونو جوړولو په اړه د دغه بنسټ د څېړنو درېيمه پېښه ده.

په افغانستان کې بیا رغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې 'سیګار' په خپل تازه راپور کې ويلي چې پکتيکا ولايت کې د امريکا پوځ عملياتي اډه کې شاوخوا پنځه نيم میلیونه ډالره ضايع شوي دي.

په همدې وخت ويل کېږي چې د دوهم لاس ۲۰ الوتکې چې د افغانستان دفاع وزارت پېرلې له خپل ټاکلي وخت مخکې له کاره لوېدلې دي.

په افغانستان کې د رغونې چارو دغه څېړنيز مرکز په خپل راپور کې چې پرون، دوشنبې پر ورځ خپور شوی د خورا ډېرو پيسو يادونه کوي چې هېڅ لګېدلې نه دي.

دغه پيسې چې میليونونه ډالر ياد شوي، ټاکل شوې وه چې د پوځي اډې دننه د سوځولو يو ځای جوړ شي.

کلونه ځنډ

خو د سيګار ارزونو پر بنسټ پر قرارداد د څار مسؤولې ډلې د کار بشپړولو کې ناغېړی کړې ده.

په حقيقت کې د تړون لوري پوره پيسې ترلاسه کړې خو د جوړو تنرونو يا داشونو نه هېڅکله د اضافي توکو سوځولو کار نه دی اخيستل شوی، د پروژې ترسره کولو کلونه ځنډ راغلی او هم د جوړولو کار کې ګڼ شمېر نيمګړتياوې موندل شوې دي.

سيګار څېړندوی په خپل راپور کې ويلي دا په افغانستان کې د امريکايي اډو دننه د مرستندويه او سونګ ځايونو جوړولو په اړه د دغه بنسټ د څېړنو درېيمه پېښه ده.

بل پلو د امريکا فکس تلوېزيون د راپور له مخې د (C-27A) او (G222s) ډوله شاوخوا ۲۰ پوځي ټرانسپورټي الوتکو وضعيت په اړه پلټنه چې افغانستان له ايټاليا پېرلې، پيل شوې ده.

دغه پېر د افغانستان لپاره د نژدې ۵۰۰ مليون ډالرو په بيه شوی دی. ټاکل شوې وه دغه الوتکې هره يوه يې تر ۴۵۰۰ ساعتونو الوتنې وکړي، خو له شاوخوا ۲۵۰ ساعتونو الوتنې وروسته له کاره لوېدلې دي.

ویل کېږي د دغو الوتکو د بيا چمتو کولو لپاره نورو شاوخوا ۲۰۰ میليون ډالرو ته اړتيا ده چې د اړتيا وړ پورزې پرې وپېرل شي.

ورته مطالب