كامېرون: افغان ماموریت بریالی و

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د برتانیا لومړي وزیر ‌ډېوېد کامېرون هلمند ته د سفر پر مهال ویلي ځواکونو يې خپله دنده پای ته رسولې او سرلوړي به کور ته ستنېږي.

ښاغلی کامېرون په داسې مهال کې د هلمند د بسټین پوځې اډې ته ورغلی و چې بریتانوي ځواکونه یو کال وروسته له افغانستانه وځي.

نوموړي وویل د امنیت لومړنۍ کچه تر لاسه شوې ده او اوس برتانوي ځواکونه کولی شي په هسکه غاړه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

خو حکومت مخالف کارګر ګوند ویلي د برتانوي پوځي ماموریت دنده په بریالي ډول پای ته نه ده رسېدلې.

پوځي کارپوهان وایي برتانوي ځواکونه خپلې اصلي موخې ته رسېدلي او هغه د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې له طالب جنګیالیو او القاعدې بریدونو د افغان ولس او بنسټونو خوندي ساتل دي.

خو پوځیان وړاندوینه کوي راتلونکی کال به چې د بهرنیو پوځيانو زیاته برخه له هېواده وځي او ولسمشریزې ټاکنې کېږي، د یاغیانو بریدونه زیات شي.

Image caption برتانوي لومړي وزیر په هلمند کې له خپلو سرتېرو سره ولیدل

ښاغلي کامېرون چې د انګلند وتلی فوتبال ستوری مایکل اوېن هم ورسره و، د دې پوښتنې په ځواب کې چې دنده په بري سرته رسېدلې، وویل

"هو زه فکر کوم هغه بریالۍ پای ته ورسېده. دلته په هلمند کې پخوا ملي پوځ نه و، ملي پولیس نه وو، مېرمنې او نجونې ښوونځیو ته نه شوې تللی، اوس حالت بېخي بدل شوی دی. طبعا هر څه سم نه دي، افغانستان لا هم ډېر بې وزلې هېواد دی، دموکراسي او پرمختګ ته لا هم زیاته اړتیا ده."

مسلکي ځواکونه

د برتانیا لومړي وزیر وویل سرتېري یې ځکه افغانستان ته تللي وو دغه هېواد یو ځل بيا د ترهګرو په ځاله وانه وړي.

"زموږ موخه تل داوه او دا ده چې ډاډمن شو دا هېواد به د ترهګرۍ او ترهګرو لپاره پټنځی نه وي. زه فکر کوم موږ افغان پوځ او پولیسو ته روزنه ورکړه او دوی اوس کولی شي د خپل هېواد امنیت پخپله وساتي."

ښاغلي کامېرون د افغان پوځ او پولیسو ستاینه وکړه او ویې ویل "زه له خپلو پوځي کوماندانانو اورم چې افغان ځواکونه اوس مسلکي دي او سمه روزنه لري."

"ما په ۲۰۱۰م کال کې ویلی و چې په ۲۰۱۴م کال کې به له افغانستانه وباسم او اوس په همدې ژمنه ولاړ یم، دا زموږ لپاره ښه ده، دا د افغانانو په ګټه هم ده چې پردي ځواکونه په خپل هېواد کې د تل لپاره نه غواړي.

نو زه ویلی شم چې زموږ ځواکونو خپله دنده سرته رسولې او په هسکه غاړه به خپل هېواد ته ستنېږي."

د دېوېد کامېرون دا څرګندونې دوه میاشتې تر هغه وروسته راځي چې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي و په هېواد کې پوره امنیت نشته او بهرني ځواکونه باید په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي.

امریکایي ولسمشر جورج بوش هم په ۲۰۰۳م کال کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت په اړه همدا خبره کړې وه چې ماموریت په بري پای ته ورسېد خو فرقه ییز تاوتریخوالی زیات شو او تر هغه وروسته دا دی لس کاله روان دی.

لکه چې په بي بي سي کې د امنیتي چارو خبریال فرانک ګارډنر کاږي، ماموریت په دې برخه کې بریالی و چې د بریتانیا او نورو بهرنیو ځواکونو شته والي په هېواد کې د القاعدې د فعالیت مخه نیولې وه.

Image caption دېوېد کامېرون له افغان فوټبال سره د مرستې ژمنه وکړه او دوی یې لندن کې لوبې ته ور وبلل

خو د ده په وینا د افغانستان په شمال ختیځ ځینو لرې پرتو ولایتونو کې اوس د القاعدې ځینې کسان جنګېږي نو د برتانیې د لومړي وزیر خبره چې ماموریت بریالی دی په هغه برخه کې سمه ده چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وو خو راتلونکی نا څرګند دی.

ښاغلی کامېرون د کرېسمس جشن په مناسبت د خپلو سرتېرو لیدو ته ورغلی و.

نوموړی په هلیکوپتر کې د هلمند نهر سراج ولسوالۍ ته ورغی او له سرتېرو سره یې غرمني وخوړه.

اوس په افغانستان کې ۵۲۰۰ برتانوي ځواکونه دي، په پیل کې د هغو شمېر ۹۰۰۰ تنه وو.

په ۲۰۰۱ کال کې د عملیاتو له پيله ۴۴۶ برتانوي پوځيان وژل شوي دي

ورته مطالب