طالبانو تورخم کې پر امريکايي اډې بريد کړی

Image caption د بهرنيو ځواکونو د موټرو په دغه تمځای کې سلګونه موټر ولاړ وي

د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي، سرحدي ښار تورخم کې ځانمرګو د امريکايي ځواکونو د اکمالاتو پر يوه تمځای ډله ييز بريد کړی دی.

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي په دغه بريد کې چې سهار وختي ۰۵:۳۰ بجې شوی د نظم عامه يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د والي ویاند احمد ضياء عبدالزي په سيمه کې د بي بي سي خبريال ببرک مياخيل ته ويلي، په دغه بريد کې د دغه تمځای د شخصي امنيتي کمپنۍ درې ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

د موټرو د دغه تمځای امنيت يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ ساته او تر ډېره د بهرنيو ځواکونو هغه موټر په کې ولاړ و، چې له افغانستان نه بېرته وتل.

ښاغلي عبدالزي ويلي، بريد له څو ساعته نښتې وروسته پای ته رسېدلی دی.

خو عيني شاهدان وايي چې د بريد له ځايه اوس هم لوګي پورته کېږي.

د ننګرهار د والي وياند ويلي بريدګر د امنيتي ځواکونو د يونيفورم په کارولو دغه تمځای ته ننوتي او مالومه نه ده، چې کره شمېره يې څو کسه وه.

خو د سرحدي ځواکونو يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط بي بی سي ته ويلي، چې درې بريدګرو په دغه تمځای بريد کړی دی.

سرچينې ويلي بريد پراخه ويجاړي رامنځته کړې او زيات شمېر ټريلر لارۍ موټر چې د بهرنيو ځواکونو زغره وال ګاډي په کې بار و، ويجاړ شوي دي.

وسله والو طالبانو د بريد پړه منلې او ادعا يې کړې چې په بريد کې یې افغان او بهرنيو ځواکونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم په همدغه سيمه وسله والو ډله ييز بريد کړی و، چې په پايله کې يې د بهرنيو ځواکونو ګاډو ته زيانونه اووښتي و.

ورته مطالب