ارزګان کې دوې مامورینې وژلې شوې دي

Image caption د دغه ولایت د والي د ویاند عبدالله همت په خبره دغه ښځې لومړی زندۍ شوې او بیا پر سر په ډزو ویشتل شوې دي.

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ په ده یک سیمه کې د یوې ښوونکې او یوې پولیسې مړي موندل شوي چې په مرموز ډول وژلې شوې دي.

د دغه ولایت د والي د ویاند عبدالله همت په خبره دغه میرمنې چې یوه یې فیروزه او بله یې ملالۍ نومېده لومړی زندۍ شوې او بیا پر سر په ډزو ویشتل شوې دي.

دغه ښځې له دوو ورځو راهیسې تري تم شوې وې چې د کورنۍ په وینا یې د امنیتي ارګانونو خبرول دوی ته شرم ښکارېده.

فیروزې په امنیه قومندانې کې د پولیس په لیکه کې دنده درلوده او ملالۍ د مرکز ترینکوټ په سروري ښوونځي کې ښوونکې وه.

چارواکي وایې چې وژل شوې ښځو په یوه کورکې له دوو وړونو سره واده کړې وو.

له سیمې رپوټونه وايي فیروزې چې د پولیسو یوه افسره وه دوه کوچنیان لري او د ملالۍ بچیان نه درلود.

دغه پیښه پر داسې مهال رامنځته کېږې چې په ارزګان ولایت کې بشر پالانو د ښځو وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

ورته مطالب