'سیمه ییز اړیکي افغانستان په سوداګریز مرکز بدلوي'

Image caption د منځنۍ اسیا ګڼ هېوادونه د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ دي. سپنتا

افغان حکومت د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي، فرهنګي او امنیتي اړیکو د پرمختیا په موخه په پلازمېنه کابل کې داسې یوه ناسته جوړه کړې وه چې پر مټ یې د دغو هېوادونو همکارۍ له دغه هېواد سره پیاوړې شي.

په دغې دوې ورځنۍ ناسته کې چې د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو مرکز لخوا جوړه شوې وه د مرکزی اسیا د پنځو هېوادونو استازو برخه لرله.

افغان چارواکي وایي چې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د راشه درشې پیاوړي کول له ۲۰۱۴ کاله وروسته کولای شي چې دغه هېواد په سوداګریز مرکز بدل شي.

محمود کوچی یې په اړه له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې

د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان استازي په پلازمېنه کابل کې سره جرګه شوي، چې په راتلونکو ۱۰ کالو کې په اقتصادی، فرهنګي او امنیتی برخو کې د نظرونو تر شریکولو وروسته په داسې کاری تګلارې فکر وکړي چې له امله یې د دغې سیمې د ‍ګردو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره اړینه بریښي.

افغان حکومت چې د دغې ناستې کوربه توب پر غاړه لري وایي، په تېرې یوې لسیزې کې یې د خپلو شمالي ګاونډیانو سره ښه راشه درشه پاللې، خو زیاتوي هغه تشې یې چې په دغه لاره کې لرلې ښایي د دغو همکاریو په پیاوړتیا سره هغه ډکې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا د غونډې برخه والو ته وویل چې د امنیتي ننګونو لرې کول تر نورو ټولو شته ننګونو ځکه اړین برېښي چې په دې سره په ټوله سیمه کې سوله او ټیکاو راتللای شي، د هغه په وینا، که سوله او ټیکاو په سیمه کې نه وی ښایي نورې ټولې برخې هم ترې اغېزمنې شي :

' د منځنۍ اسیا ګڼ هېوادونه د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ دي، دا که د ایډیالوژۍ له مخې وي او یا له نورو برخو ،زموږ په سیمه کې یو شان دي، د ترهګرۍ پر وړاندې بری یوازې د یوه هېواد کار نه دی او یوازې د پوځي او زور چلولو له لارې هم نه شي کېدای . '

ښاغلی سپنتا زیاتوي چې د مرکزی او سویلی اسیا د هېوادونو تر منځ سوداګریز اړیکي تر ډېره دې ته لاره هواروي چې افغانستان د اسیایي هېوادونو د سوداګرۍ په مرکز بدل کړي:

'د منځنۍ اسیا څخه سویلۍ اسیا ته د انرژۍ د مزو غځول، د افغانستان له لارې ترکمنستان ته د تاجکستان د اور ګاډي پټلۍ، له ازبکستانه د اور ګاډي غځیدلې پټلۍ چې ښايي تر پاکستان او ایرانه پورې وغځول شي، پر مټ یې زموږ د هېوادونو تر منځ راشه درشه زیاتیدلای شي او د فارس خلیج او د هند تر سمندره پورې زموږ توکي رسېږي، دا رنګه د وریښمو لاره کولای شي چې تر اروپا پورې د دغې سیمې د هېوادونو سوداګریز توکی ولېږدوي.'

په پام کې ده چې د دغې ناستې پر دویمه ورځ د برخه والو نظرونه سره راټول او د یوې تګلارې په بڼه د شپږو هېوادونو حکومتونو ته وړاندې شي.

په ټوله اسیا کې منځنۍ آسیا هغه ارته او پراخه سیمه ده چې د نړۍ له سمندرونو سره پوله نه لري، دغلته ۶۵ میلیونه خلک ژوند کوي، خو کتونکي وايي چې افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا تر منځ پروت هغه هېواد دی چې د پل حیثیت لري، که چېرته دلته د جنګ جګړو ټغر په ټولیدو شي، نو لرې نه ده چې دغه هېواد د منځنۍ او سویلی اسیا د هېوادونو تر منځ پر یو سوداګریز مرکز بدل شي.

ورته مطالب