د ښځو پرضد تاوتریخوالی ختمول ګډ کار غواړي

یما سالک
Image caption ځینې مدني څانګې او ټولنې شته چې تر ډېره یې کار دوی ته اقتصادي ارزښت لري.

په دې وروستیو کې په هرات ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو څو پېښو ډېری سیمه يیز چارواکي او د مدني ټولنې فعالان هڅولي چې د دې ډول تاوتریخوالو پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي له سره غور وکړي.

په دې اړه زموږ همکار محمد قاضي زاده په هرات کې د مدنې ټولنې له یوه فعال او ورځپاڼه لیکونکي یما سالک سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې:

ایا له یوې لسیزې مدني فعالیت او علمي کنفرانسونو له جوړېدو وروسته تاسو ته مالومه شوې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو ریښې چېرته پټی دي؟ ولې مدني فعالیت د پام وړ اغیزه نه ده کړې؟

ځواب: دا ټول کارونه چی موږ کړی دي کامل نه دي، خو ټول باید یوځای سره کار وکړو. یوازینۍ مساله چې زه پرې ډېر ټینګار لرم هغه دا ده چې ټول باید د تاوتریخوالي پر وړاندې یوموټی شي. یوه ملي ستراتیژي باید ولرو چې کرار کرار هغه وضعیت ته ورسیږو چې موږ یې غواړو.

زما نظر دا دی چې یوازې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي نه لرو، تاوتریخوالی یا خشونت په افغانستان کې په ډېره پراخه کچه شته او د ښځو په وړاندې بیا زیات دی، ځکه چې ښځې په هر حال په افغانستان کې تل منزوي دي.

زه بیا هم دې ټکي ته راځم چې ټول باید په ګډه کار وکړي. حکومت، خلک، مدني فعالان دا ټول باید یوموټی شي.

طبیعي یا بدیهي حالت یې دا دی چی موږ د ګذار (بدلون) په پړاو کې یو او د دې پړاو خاصیت همدا وي. دلته یو جنګ روان دی. له یوې خوا ټولنیز ارزښتونه نه غواړي چې بدلون ومومي او له بلې خوا بدلون راغلی. دا یو جنګ دی، یوه ټولنیزه شخړه ده، دا یو تضاد دی.

په دی ورستیو کې موږ ولیدل چې ځینو دولتي چارواکو هم دا نیوکه وکړه چې هغه څانګې یا موسسې چې د زیان منونکو وګړو او په تیره د ښځو د دفاع لپاره جوړې شوې، دې څانګو یو ډول تجارت شروع کړی د ښځو د حقونو د دفاع په نوم. څومره د دې نظر سره موافق یاست؟

ځواب: زما په نظر تر یوه ځایه دا رښتیا ده. ځینې مدني څانګې او ټولنې شته چې تر ډیره د دوی کار دوی ته اقتصادي ارزښت لري. بیا هم زه ټینګار کوم چې دا ستونزې شته او باید کرار کرار له منځه ولاړې شي.

Image caption په دې وروستیو کې د ښځو پروړاندې افغانستان کې تاوتریخوالی ډېل شوی.

د مسولانه نیوکو پر بنسټ باید دا مسایل کرار کرار مطرح کړو خو زما نظر دا نه دی چې ټولې څانګې داسې وضعیت لري. یوشمیر موسسې او انجوګانې شته چې کار یې ښایي د اقتصادي انګیزې پر بنسټ روان وي. خو که په پراخ نظر د ټولو مدني څانګو فعالیت ته وګورو، زه فکر کوم چې مدني بنسټونه منځ ته راغلي او کرار کرار به موږ له اوسني وضعیته وځو.

یانې د مدنی ټولنې مختلفې څانګې هم د خپلو فعالیتونو د لومړیو تجربو په حال کې دي او دا تجربې به پخیږي؟

ځواب: دقیقاً همداسې ده. دا ټول فعالیتونه چې موږ لرو، دا دیموکراتیک او ټولنیز فعالیتونه چې موږ یې لرو، په افغانستان کې نوي فعالیتونه دي او طبیعي ده چې په یوه نوي بهیر کې ټول کارونه کامل نه وي.

ورته مطالب