نيويارك ټایمز: سنګین کې اوربند د خطر زنګ دی

  • 20 دسمبر 2013 - 29 لیندۍ 1392
Image caption افغان چارواکي سنګين کې له طالبانو سره د اوربند خبره ردوي

د افغانستان جنوب کې د هلمند له ولايته رپوټونه وايي د افغان پوځ يوه قوماندان د سنگين په ولسوالۍ کې له طالبانو سره اوربند کړى دى.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي دا د خطر يو زنگ دى.

د سنگين په ولسوالۍ کې له طالبانو سره د پوځ د دغه قوماندان د موافقې جزييات روښان نه دي خو د ورځپاڼې په وينا سيمه ييزو چارواکو او د پوليسو افسرانو د دغه ډول يوې موافقې د کېدو پخلى کړى دى.

د ورځپاڼې په لیکنه له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو د وخت په نژدې کېدو سره ښايي دغه ډول معاملې لا ډېرې شي.

نيويارک ټايمز د څو کسانو او په دې ډله کې د سنگين ولسوالۍ د مرستيال او سيمه ييزو پوليسو د قوماندان له خولې ويلي دي چې د دغې موافقې له مخې افغان پوځ خپلې دوې مورچې طالبانو ته سپارلي دي.

که څه هم تر اوسه دا نه ده څرگنده چې د پوځ جگپوړي قوماندانان په دې موافقې کې ښکيل دي او که نه خو چارواکو ورځپاڼې ته ويلي دي چې سيمه ييز پوليس او حکومت پلوه نور سيمه ييز ځواکونه په دې کې نه دي ښکېل.

سيمه ييزو چارواکو او عيني شاهدانو نيويارک ټايمز ته ويلي د دغې موافقې له مخې د پوځ دغه قوماندان د طالبانو يوشمېر جنگيالي په خپل موټر کې د سنگين بازار ته له ځان سره وړي او خلکو ته يې پېژندلي دي.

خو افغان پوځ له طالبانو سره هر ډول موافقه رد کړې ده او طالبانو هم ورته خبره کړې ده.

يوه افغان چارواکي ويلي د پوځ يوه جگپوړي قوماندان ورته ويلي دي په دې اړه له څه نه دى خبر او دا چې طالبانو ته سپارل شوې مورچې به بيرته ونيسي.

سنگين د هلمند تر ټولو يوه نارامه ولسوالي ده او تېرو کلونو کې د نړيوالو ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جگړو شاهده وه.

امريکايي ځواکونو تېر کال دغه ولسوالي افغان ځواکونو ته وسپارله .

د نيويارک ټايمز په وينا له جگړو څخه ستړي خلک او قومي مشران وايي له طالبانو سره د خبرو وخت دى او دغه ډول موافقې په دې برخه کې ډېرې مهمې دي.

ځينو افغان قوماندانانو او مشرانو د مسلې له حساسيست سره سره ويلي چې دغه ډول موافقې کولى شي د سولې په لور يو گام وي په تېره بيا د هېواد په نا ارامو سيمو کې.