د افغانستان لپاره چوپه خوله اوسېدل

Image caption "د شپې يې سرې او زرغونې رڼاګانې د هر تېرېدونکې سترګې ور اړوي."

د کابل پر واټونو باندې د شپې برېښنا او څراغونه له شکه پرته د پرمختګ نښې دي.

دا هغه څه دي چې د طالبانو او يا مجاهدينو په وخت کې يې تصور هم نه کېده.

د ښار اکثره سړکونه اوس څراغونه لري خو د هوايي ډګر پر لوري غځېدلی پلن سړک نه يوازې د سړک د څراغونو له کبله روښانه دی بلکې شاوخوا ورته څېرمه هوټلونو ښکلی کړی هم دی.

دلته د ښار ډېر او لوی هوټلونه او د ودونو سالونونه موجود دي.

د شپې يې سرې او زرغونې رڼاګانې د هر تېرېدونکې سترګې ور اړوي.

تېره اونۍ په يوه رسمي دفتري کار پسې جلال اباد ته تلم. تياره وه، د سړکونو څراغونو لا ښه رڼاکوله او په ښار کې عادي ټرافيک ورو ورو مخ په ډېرېدو و.

موټر چلوونکي هوايي ډګر ته څېرمه يوه هوټل ته ګوته ونيوه او ويل چې د دې هوټل مينو تر ټولو ګرانه ده.

د کابل په نوي ښار کې مې له ډېرو خلکو اورېدلي چې دلته ډوډۍ هومره ارزښت نه لري بلکې ځای او هلته ناسته پر سړي خرڅوي.

دغه هوټل هم ښکلی جوړ شوی و او په ذهن کې مې راتېر شول چې دا به هم ځای او د هوټل ښکلا پر خلکو پلوري.

دغه لوی لوی هوټلونه تل زما په ذهن کې د يوې موضوع په توګه ګرځي.

لومړی پر هغې برېښنا فکر کوم چې دغه هوټلونه يې ټوله شپه روښانه او ځلېدونکي ساتلي وي.

دوی ممکن په يوه شپه کې هومره برېښنا مصرف کړي چې د ښار د استوګنې په يوه لويه سيمه کې به نه مصرفېږي.

په بله وينا کېدای شي د واده هر سالون هومره برېښنا مصرف کړي چې له دوو تر دريو پورې وړې فابريکې ور باندې وچلېږي.

دويمه خبره دا ده چې د دوی ګټه يوازې د يوه سړي جيب ته ځي او د خلکو د اقتصاد په ځپنه کې مهم رول لري.

دلته په سالونونو کې ودونه يو کولتور دی او په دې کولتور کې سيالي کول بل کولتور دی چې ډېر بې وسه خلک يې له پښو غورځولي دي.

غږیزه ککړتيا

په ننګرهار کې مې د خپل رسمي کار ترڅنګ دا ځل فرصت وموند چې يو دوه وړې فابريکې وګورم.

دا هسې يو تصادف و چې د فاريکو څښتان شناخته خلک وختل او فاريکو ته يې ورسره بوتلم.

د هېواد په ختيځ کې دغه ښار ته زموږ هر ځل ورتګ يا ادبي باڼدارونه وي او يا هم ميلې وي.

دغه ولايت د افغانستان په دولتي بيروکراسي کې تل مهمه ونډه لرلې ده ځکه چې د ليک لوست کچه پکې تر کابل وروسته همېشه لوړه پاتې شوې ده.

مناسب اقليم او ښېرازه طبيعت يوه بله ځانګړتيا ده چې دغه ښار او سيمه يې لري.

خو په دې وروستيو کې ګڼ نفوسو د دغه ښار او سيمې طبيعت ته زيان رسولی دی.

هغه شنې کروندې چې د سيمې د خلکو په وينا سابه به يې تر کابل او ځينو نورو سيمو پورې رسېدل اوس د دنګو ودانيو مېنې دي.

په ښار کې د ټرافيک ګڼه ګوڼه هم هومره زياته ده چې نژدې ده په کابل مو شکر ايستلو ته اړ کړي.

او تر ټولو بده دا چې غږېږه ککړتيا پکې نژدې له کابل سره برابره ده.

د ښار په منځ کې مو يو ځای ډوډۍ خوړه چې دروازه مو د ډېرو غږونو له کبله پرانستلای نه شوه.

وړې فابريکې

خو ددې هر څه تر څنګ په ښار کې د خلکو اقتصادي ژوند د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی.

په دوکانونو کې ګڼه ګوڼه د دې څرګندويي کوي چې کار و بار ښه دی.

دغه راز څو وړې او لويې فابريکې هم پکې فعالې دي.

د ښار سويلي برخه کې کانال ته څېرمه يوې وړې فابريکې ته ورغلم.

شپاړسو کسانو پکې کار کاوه، چپس او ځينې نور خواږه توکي يې جوړول.

د فاريکې څښتن راته وويل چې په ښار کې، ورته نورې فابريکې هم فعالې شوې دي.

دا هغه څه دي چې د افغانستان د اقتصاد د ماشين څرخ تاوولای شي.

د پانګونې پوښتنه مې ترې وکړه ډېره لږه پانګه يې پرې لګولې وه، هومره چې د افغانستان ميليونران څه بلکې د منځنۍ کچې ډېر کاروباريان کولای شي ورته فابرېکې جوړې کړي.

د کار و بار پوښتنه مې ترې وکړه ويل يې چلېږي خو ډېر ښه نه دی.

ستونزې مې ترې وپوښتلې. ډېرې داسې ستونزې وې چې په دولت پسې تړلې وې.

ورته مې وويل چې رسنيو ته ووايه لږ تر لږه هغه ستونزې به دې هوارې شي چې په دولت پورې اړه لري ممکن په دولت کې به د چا ورته فکر نه وي شوی.

ويل يې شکايت ځکه نه کوم چې بيا نور پانګوال زړه توري کېږي او په وطن کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

په دې جمله کې مې د وطندوستۍ احساس وکړ.

ذهن مې بېرته د کابل هوټلونو ته ولاړ چې که د هر هوټل او د واده د سالون پر ځای دوه درې وړې فابرېکې جوړې شي نو له يوې خوا به هېواد د لومړنيو توکو په توليد کې پر ځان بسيا شي او له بلې خوا به د يوې کورنۍ پر ځای زرګونه کورنۍ د ګټې وټې يوه سرچينه پيدا کړي.

په زړه کې راتېره شوه چې که يوه کوچنۍ سلنه سوداګر مو په همدې فکر په افغانستان کې پانګونه وکړي، د افغانستان اقتصادي ثبات به حتمي کېږي.

بله دا چې په افغانستان کې د کرنيزو توکو د پروسس لپاره فابريکې ډېر لږ مصرف غواړي او دلته زموږ خپل کرنيز محصولات پرېمانه او ارزانه وي.

اصل او کم اصل

په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنعت پر وړاندې ستونزې او ننګونې لږې نه دي.

دلته لويه ستونزه د بازار او د خلکو د شعور ده. بازارونه مو له بې کيفيته بهرنيو توکو څخه ډک دي او ملي شعور هم تر اوسه پورې هم په هغې کچه نه دی چې د هېواد خپلو توليداتو ته پر بهرنيو هغو لومړيتوب ورکړو.

موږ لا هم هغه توکي پرېمانه اخلو چې ان کارونه يې سختې روغتيايي ستونزې راپېښولای شي.

وړمه ورځ چا په فېسبوک کې د ازموينې د يوې پاڼې انځور خپور کړی و. د انګريزي ژبې ازموينه وه او څلور لغتونه يې ورکړي و چې د دې لغتونو مخالف Antonym وليکئ. يو لغت Original و.

زده کوونکي ورته په ځواب کې ليکلي و چې China يې مخالف لغت دی.

دا که اصلي ازموينه وه او که هسې د ساتيري لپاره څه و، خو تر شا يې يو حقيقت پروت دی چې افغانستان ته راتلونکي توکي هېڅ کيفيت نه لري او دغه حقيقت هغه مهال سړي ته معلومېږي چې د کار و بار له څښتنانو سره خبرې وکړي.

زموږ د کاروباريان وايي چې د افغانستان بازارونه China and Pakistan لاندې کړي دي او دا ټول هغه مالونه دي چې تقلبي يا په عاميانه اصطلاح کم اصل بلل کېدای شي. بله دا چې دې کار د افغان توليداتو بازار سوړ کړی دی.

يو شمېر سوداګر مې دلته کابل کې هم ليدلي او وايي چې هغوی دلته په افغانستان کې ځينې توکي توليدوي، خو ايران، پاکستان او چين له دې وېرې چې د افغانستان مارکيټ له لاسه ور نه کړي کله کله ان کټ مټ د افغان توليداتو په مارکه باندې خپل بې کيفيته توکي رالېږي چې په دې ډول افغان توليدات بې اعتباره کړي او کله کله بيا خپل توکي رالېږي، خو نرخ يې له افغان هغو څخه ډېر ټيټ وي چې په دې توګه افغان سوداګر نه شي کولای خپل کار و بار پراخ او دوام ورکړي.

ورته مطالب