کابل: کډوالو مېنې ته ښاري خدمتونه وړاندې کېږي

Image caption د نوي کابل پروژې د عملي کولو چارې ترسره شوې. الهام عمر هوتکي

د نوي کابل ښار د پراختیا اداره د کډوالو لپاره د باریکاب او په دې سیمه کې د کډوالو لپاره د نویو جوړیدونکو ښارګوټو اوسېدونکو ته ښاري خدمات وړاندې کوي.

د کډوالو چارو وزارت او د نوي کابل پراختیا ادارې ترمنځ د شوي تړون له مخې د کډوالو لپاره به نوي ښارګوټي هم د ښاري معیارونو سره سم جوړیږي.

اوس په باریکاب کې د کډوالو په ښارګوټي کې میشتې کورنۍ د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

له کابله سمیع الله موسی زي په رپوټ کې کاږي، چې له دې وروسته به د کډوالو لپاره نوي جوړیدونکي ښارګوټي دنوي کابل د ماسټر پلان یوه برخه وي.

د نوي کابل پراختیايي ادارې یو تن مسوول انجینر الهام عمر هوتکي بي بي سي ته وویل د کډوالو چارو وزارت او دنوي کابل د پراختیايي ادارې ترمنځ د تړون له مخې په باریکاب سیمه کې د کډوالو لپاره د جوړ شوي ښارګوټي اوسېدونکو ته به معیاري ښاري خدمات وړاندې شي.

د کورونو لپاره د ځمکي نشتوالی او د کډوالو لپاره په جوړو شویو ښارګوټو کې د ژوند د لومړنیو اسانیتاوو نشتوالی هغه ستونزې دي چې له امله یې د چارواکو په وینا له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدلو چاره ټکنۍ شوې ده.

د نوي کابل په شمالي برخه کې د باریکاب په نوم د کډوالو لپاره د جوړ شوی ښارګوټي د اوسېدونکو وضعیت د دغو ستونزو یوه ښه بېلګه ده. د دې ښارګوټي اوسېدونکي وايي دوی د څښاک اوبو په ګډون د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

خو ښاغلی هوتکي وايي اوس د باریکاب ښارګوټي د نوي کابل د ماسټر پلان یوه برخه ده.

ښاغلی هوتکي زیاتوي د نوي کابل پروژې د عملي کولو چارې ترسره شوې او په نژدې راتلونکې کې به د کورنیو چارو وزارت له خوا د امنیتي پلان له پلي کېدو وروسته به یې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د بنسټ ډبره کېښودله شي.

ورته مطالب