"د برېښنا د ټکني حالت یو لامل د مصرف نه پرې کول دی"

Image caption چارواکي وایي په هرو دوو مياشتو کې د ١۵۰ ميليونو افغانيو بیلونه خلکو ته ورکوي، خو يوازې ٥٠ ميليونه افغانۍ تحلوېږي.

د کندهار د برېښنا شرکت چارواکي په دغه ولايت کې د برېښنا د ټکني حالت يو لامل د خلک د مصرف شوي برېښنا د ۷۵ سلنه بيلونو نه پرې کول بولي.

چارواکي وایي په هرو دوو مياشتو کې د ١۵۰ ميليونو افغانيو بیلونه خلکو ته ورکوي، خو يوازې ٥٠ ميليونه افغانۍ تحلوېږي.

د برېښنا شرکت مشر انجنير سيد رسول وايي په هرو دوو مياشتو کې د برېښنا ٩٦ ميليونه افغانۍ د ملکي او دولتي مشتريانو له لوري نه ورکول کېږي.

د ده په وينا، چې په دغه شمېر کې ٨٠ سلنه يې ملکي خلک او ٢٠ سلنه يې دولتې ادارې شاملې دي، چې برېښنا مصروفوي، خو لګښت يې نه ورکوي.

چارواکي زیاتوي چې کندهار ١٢٢ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو دمګړى يوازې ٣٠ مېګاواټه د ډيزلي جنراتورونو او د کجکي له بند څخه تر لاسه کوي، چې د دغه برېښنا څخه ٢٠ مېګاواټه يې صنعتي پارکونو او پاتې يې خلکو ته ورکول کېږي.

که څه هم د کندهار د برېښنا د سمون لپاره ګڼې طبعی سرچینې شته خو مرکزې اداره لا هم په دې نه ده توانیدلې چې له دغو سرچینو څخه د دغه ولایت د برېښنا د سمون لپاره ګټه پورته کړي.

ورته مطالب