له زده کړو بې برخې ماشومانو ته د زده کړو زمینه

Image caption د پوهنې وزارت وايي اوس یې تر پنځوس سلنې ډېر ښوونکي مسلکي شوي او په همدې اندازه ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې شوي.

د افغان حکومت له خوا د پوهنې کیفیت د لوړولو پروګرام شاوخوا لس کاله مخکې پیل شو، چې په سر کې یې د دوو غیر دولتي موسسو له خوا په څلورو ولایتونو کې کار پیل شوی وو.

خو ډېر ژر د افغانستان ټولو ولایتونو ته وغځېد او د چارواکو په وینا ښې او اغېزمنې پایلې هم لري.

د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو مشر کبیر حقمل وايي دوي پلان لري چې د ښوونځیو شوراګانو پروګرام هر ښوونځي ته ورسوي، ځکه تر دې دمه یې کارونه مثبت او اغېزمن وو:

''موږ شاوخوا له پوهنې د ملاتړ شاوخوا څوارلس زره شوراګانې جوړې کړي، د ښوونځیو او خلکو ترمنځ د واټن په له منځه وړلو کې کار کړی دی. او اته سوه ښوونځي له سره پرانیستل شوي دي''.

د شمېرو له مخې لا هم دوه میلیونه افغان ماشومان له لیک لوسته بې برخې دي او په زابل، کندهار، غزني، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې نژدې۴۲۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

کندهار هم یو له هغو ولایتونو دی چې لا هم پکې ټول ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځیو ته نه ځي.

د دغه ولایت د پوهنې یو استازی نور احمد قرآنمل وايي دوی له ګڼو ستونزو سره سره بیا هم توانېدلي چې د پوهنې په برخه کې د خلکو ملاتړ خپل کړي او اوس هلته د پوهنې حالت د تېرو کلونو په پرتله بدل شوی دی.

د زابل ولایت استازې محموده هم وايي د پوهنې کیفیت د لوړولو پروګرام له لارې اوس د دوی ډېرې ستونزې حل شوې دي په تېره بیا نجونو ته اجازه ورکول کیږي چې ښوونځي ته ولاړې شي او لیک لوست وکړي:

خراب شرایط

''وړاندې تر دې کورنیو خپلې لوڼې تر پنځم، شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته نه پرېښودې او ویل یې چې شرایط خراب دي. ما خپله چادري په سر کړې کور په کور مې له خویندو سره بحثونه کړي او دېته مو هڅولي چې خپل بچیان ښوونځي ته ولیږي''.

Image caption د پوهنې وزارت په داسې حال کې د پوهنې د کیفیت لوړولو د پروګرام خبره کوي، چې د هېواد ګڼو سیمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري.

د پوهنې کیفیت لوړوالي پروګرام له لارې په شاوخوا لس کلونو کې څه باندې پنځه ویشت میلیونه ډالره لګښت شوی او د سیمې خلکو هم د پوهنې شوراګانو سره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

له دغو ټولو پرمختګونو سره سره لا هم زرګونه ښوونځي ودانۍ او مسلکي روزل شوي ښوونکي نه لري.

د پوهنې وزارت وايي اوس یې تر پنځوس سلنې ډېر ښوونکي مسلکي شوي او په همدې اندازه ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې شوي. او په پام کې لري چې تر راتلونکو ۵ کلونو به ټول ښوونکي مسلکي او ټولو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

ورته مطالب