"افغان خصوصي رسنیو کې بهرنیان کار کوي"

Image caption په افغانستان کې څه باندې ۵۰ تلوېزیوني شبکې فعالیت کوي چې یوازې د شپږو تلوېزیوني شبکو ۴۵ بهرنيو کاروونکو د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه د کار جواز تر لاسه کړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي یو زیات شمېر بهرنيان د افغانستان په خصوصي رسنیو کې په ناقانونه توګه کار کوي.

د دې وزارت چارواکي وايي ډېر ژر به په دې اړه څېړنې پيل کړي.

خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرته بله هره دولتي اداره حق نه لري چې په مستقیمه توګه د رسنیو په چارو کې لاس وهنه وکړي.

په افغانستان کې څه باندې ۵۰ تلوېزیوني شبکې فعالیت کوي چې یوازې د شپږو تلوېزیوني شبکو ۴۵ بهرنيو کاروونکو د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه د کار جواز تر لاسه کړی دی.

په دې وزارت کې د بهرنیانو د کاري جواز د څانګې مشر سید کاظمي فخري وايي د افغانستان په سفارتونو کې بهرنیانو ته د لنډې مودې ویزې د صادرولو له امله د بهرنیانو د څارنې چاره ستونزمنه شوې ده.

"یو زیات شمېر بهرنیان په ناقانونه توګه کار کوی، همدا لا مل دی چې موږ د څارنې ګرځنده ډله را منځ ته کړې چې هغوی ونیسي."

نوموړی وايي د دې کارکوونکو د کار څرنګوالي په اړه به ډېر ژر څېړنې پیل کړي.

په تېرو څه باندې لسو کلونو کې چې په افغانستان کې په پراخه کچه خصوصي رسنیو په فعالیت پیل کړی.

په دې رسنیو کې د بهرنیو کارکوونکو او د دې رسنیو مالي سرچینې د بحث توده موضوع وه.

په دې وروستیو کې د ملي امینت عمومي ریاست له رسنیو غوښتني چې د فعالیت له پيله د خپلو مالي سرچینو او د کورنیو او بهرنیو کارکوونکو په اړه دې ادارې ته معلومات ورکړي.

لویې څارنوالۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره رسنیو ته ګوت څنډنه کړې چې د هر ډول ناقانونه کړنو په پایله کې د رسنیو له مسؤولینو سره قانوني چلند وشي.

خو په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي د ملي امنیت او لویې څارنوالۍ دا ډول چلند قانوني نه دی.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر په یوه خبري غونډه کې وویل دا چاره باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو د کمیسیون له لارې ترسره شي، او هېڅ یوه دولتي اداره حق نه لري چې په مستقیمه توګه د رسنیو په چارو کې په مستقیمه توګه ښکېل شي.

خو د ملي امنیت د لوی ریاست ویاند جنرال فرید شمال وايي دا ګام یې د قانون سره سم ترسره کړی او هدف یې دا دی چې په رسنیو کې د پردیو د نفوذ مخه ونیول شي.

" د کورني او بهرني امنیت ټینګول د ملي امنیت ریاست دنده ده. موږ د قانون له حکم سره سم دا ګام د رسنیو د کار د روڼ والي او هم د رسنیو د امنیت د تامین لپاره پورته کړی، او په دې کار سره به رسنۍ د استخباراتي سازمانونو له شر څخه په امان کې وي . "

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي د کار او ټولنیزو چارو وزارت کولی شي په رسنیو کې د بهرنیو کارکوونکو په اړه قانوني اجرات وکړي، خو امنیتي ادارې د رسنیو په چارو کې د لاس وهنې حق نه لري.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني وايي یوازې رسنیو ته د جواز ورکول د دې وزارت مسؤولیت دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د ملي امنیت ریاست ویلي وو چې د حکومتي چارواکو له اجازې پرته یو شمېر ایرانیان او پاکستانیان په خصوصي رسنیو کې د پروګرامونو او کړنلارو جوړوونکو په توګه کار کوي.

د هغه نوملړ له مخې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا بي بي سي ته ورکړل شوی د رسنیو زیاتره بهرني کارکوونکي د هند او پاکستان اتباع دي.

په دې لست کې په ترتیب سره په طلوع، لمر او یک تلوېزیون کې تر نورو ډېر شمېر بهرنیان کار کوي.

ویل کېږي یو شمېر ایرانیان هم په ځینو خصوصي رسنیو کې کار کوي خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوملړ کې د هېڅ ایراني نوم نه لیدل کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د ویزې، د استخدام کوونکي ادارې له خوا غوښتنلیک او د انټرپول له تایید وروسته دغه وزارت د درې میاشتو، دوه کلونو او یا هم د پنځه کلونو لپاره بهرنیانو ته د کار جواز ورکوي، او دا جواز د اړونده ادارې د غوښتنې پر اساس تمدیدېدلای شي.