جرګې ۵ نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه

Image caption دغه پنځه وزيران د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته معرفي شول چې نن يې د باور رايه واخيسته

د افغانستان ولسي جرګې د بهرنيو چارو، سوداګرۍ، کانونو، اوبو او برېښنا او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرانو ته د اعتماد رايه ورکړه.

دغه وزيران د شنبې په ورځ د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستو لپاره ورمعرفي کړل.

د دې ترڅنګ ولسي جرګې د افغانستان د سترې محکمې دوو غړو ته هم د باور رايه ورکړه.

عبدالله ستانکزي چې د جرګې غونډه څارله وايي، وزيرانو ته د رايې ورکولو پر مهال د ولسي جرګې ۲۳۱ غړي حاضر وو، او هغه نوماندان ګټونکي و، چې ۱۱۶ د تاييد رايې يې وړلې.

محمد اکبر بارکزی د کانونو او پټروليم وزير

د ولسي جرګې غړو محمد اکبر بارکزي ته ۱۶۴ د تاييد، ۵۳ د رد، ۹ سپينې او ۵ باطلې رايې ورکړې.

محمد اکبر بارکزی د غلام حيدر خان زوی په ۱۳۳۹ لمريز کال کې په بغلان ولايت کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په بغلان کې کړي او د پوليسو له اکاډمۍ نه د لسانس په کچه فارغ شوی دی.

محمد اکبر بارکزي د کورنيو چارو او فوايد عامې په وزارتونو کې په لوړو پوستونو کار کړی. ښاغلي بارکزي د کانونو او د اوبو او برېښنا وزارتونو د مرستيال او د بغلان د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.

ضرار احمد عثماني د بهرنيو چارو وزير

ولسي استازو ضرار احمد عثماني ته ۱۸۳ تاييد، ۳۲ رد، ۱۴ سپينې او دوه باطلې رايې ورکړې.

ضرار احمد عثماني د مير محمد عثمان زوی په ۱۳۴۲ لمريز کال کې په پروان ولايت کې زېږېدلی دی.

منځنۍ زده کړې يې په کابل کې او لوړې زده کړې يې د پروان د معلم د تربيې په انستيتيوت کې کې کړي دي.

ښاغلي عثماني د پروان د والي، د کورنيو چارو وزارت د امنيتي معين، د کورنيو چارو د وزير او د نشه يي توکو پر وړاندې د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

دين محمد مبارز راشدي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير

د ولسي جرګې غړو ښاغلي راشدي ته ۱۶۶ د تاييد، ۵۱ رد، ۱۱ سپينې او ۳ باطلې رايې ورکړې.

دين محمد مبارز راشدي د محمد عظيم زوی په ۱۳۴۸ لمريز کال کې په سرپل ولايت کې زېږېدلی دی.

ابتدايي او منځنۍ زده کړې يې په سرپل کې او لوړې زده کړې يې په ايران کې کړي دي.

دين محمد مبارز راشدي له تېرو اوو کلونو راهيسې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.

محمد عارف نورزی د اوبو او برېښنا وزير

د ولسي جرګې وکيلانو ښاغلي نورزي ته ۱۷۷ د تاييد، ۴۰ د رد، ۱۲ سپينې او ۳ باطلې رايې ورکړې.

محمد عارف نورزی د محمد موسی خان زوی په ۱۳۳۰ لمريز کال کې په کندهار ولايت کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کندهار د البيروني په لېسه سرته رسولي او لوړې زده کړې يې په کابل کې پای ته رسولي.

ښاغلي نورزي د کندهار د اوومې فرقې د قومندان، د خفيفه صنايعو او خوراکي توکو د وزیر، د سرحدونو او قبایلو چارو د وزير او د سولې په چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

محمد شاکر کارګر د سوداګرۍ او صنايعو وزير

ولسي استازو محمد شاکر کارګر ته د ۱۶۳ د تاييد، ۳۹ رد، ۲۲ سپينې او ۶ باطلې رايې ورکړې.

محمد شاکر کارګر د عبدالرسول کارګر زوی په ۱۳۴۶ لمريز کال کې په فارياب ولايت کې زېږېدلی دی.

محمد شاکر کارګر ابتدايي زده کړې په فاریاب او لوړې زده کړې يې په روسيه کې کړې دي.

ښاغلي کارګر په بن کې د موقت حکومت د مرستيال، د اوبو او برېښنا د وزير، د ولسي جرګې د غړي او په ازاربايجان کې د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

ورته مطالب