لوګر کې چاودنې ۶ کسه وژلي ۱۳ يې ټپيان کړي

Image caption په وژل شویو کې دوه پولیس هم دي.

د افغانستان له لوګر ولايت نه راپورونه وايي چې په مرکز کې د ماين يوې چاودنې لږترلږه شپږ کسه وژلي دي.

ولايتي چارواکي وايي چاودنه په مرکز پل علم کې شوې او په وژل شويو کې دوه پوليس او څلور ملکيان شامل دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد درويش بي بي سي ته وويل په دغه چاودنه کې ۱۳ کسه چې لويه برخه يې ملکيان دي ټپيان شوي دي.

د پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.

ښاغلی دروېش وايي چاودنه نن (چارشنبه، ۲۵ ډسمبر) له ماسپښن وروسته په دوه نيمو بجو وشوه.

ده وايي دغه بم په يوه بايسکل کې ځای پر ځای شوی و، چې په خبره يې د ريموټ کنټرول پر مټ چاودنه ورکړای شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د کابل په سویل کې پروت د لوګر ولايت د کابل دروازه ګڼل کېږي چې څو مياشتې وړاندې په کې وسله والو د ازرې ولسوالۍ کلابنده کړې وه.

افغان حکومت شاوخوا څلور مياشتې وړاندې په دغه ولايت کې يو لړ عمليات وکړل، چې په لړ کې يې د ارزې ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله.

ورته مطالب