کابل کې د جنايي جرمونو ډېريدو خلک اندېښمن کړي

Image caption د کابل پوليسو د موټرو د نمبر پلېټونو غله هم نيولي دي

کابل ښار کې وژنو، تښتونو، وسله والو غلاوو او ګڼ شمیر نورو سمبال شويو جرمونو په دې ورځو کې په بې ساري ډول د کابليانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې یوازې په تیره يوه میاشت کې شاوخوا ۱۰۰ دا ډول جرمونه شوي چې په تړاو یې له ۲۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

سمیع الله موسی زي په خپل راپور کې د هغه کور کيسه کړې، چې تېره اوونۍ يې په یوولسمه ناحيه کې له کوره غلا شوې ده.

د دغه کور ميرمن وايي غله د دوی کور ته ننوتل او په زور يې پېسې او سره زر ترې يوړل.

دا وايي که ګاڼه او پیسې یې غلو ته نه وای ورکړې نو غلو به يې زوی له ځان سره بيولی وای.

دا د دوی پر کور د غلا کيسه کوي: ''کله چې غلو زما د مېړه لاسونه وتړل، بیايې موږ ته وویل چې تاسې دواړه ښځې غلې شئ که نه وژنو مو، موږ ورته وویل له مونږه څه غواړئ هغوی وویل پیسې، سره زر او موټر راوښيي چې چیر ته دي. بیا یې راته وویل چې اوه دقیقې وخت لری چې پیسې راوښيی که مو را ونه ښودلې نو دا ماشوم له ځان سره بيايو''.

دا په کابل ښار کې د هغو ۱۰۰ پیښو د يوې کيسه ده چې تیره میاشت رامنځته شوي دي.

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس سید ګل اغا هاشمي وايي د دې پېښو په تړاو له ۲۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

ښاغلي هاشمي په یوه خبري غونډه کې په کابل کې د جنايي جرمونو یو اوږد نوملړ خبریالانو ته وښود او په پلازمینه کابل کې یې د جرمونو د زیاتیدو لاملونه وزګارتيا او بې سوادی وښودل.

دی وايي: ''په کابل کې د نفوسو ډیروالی، له بلې خوا د کابل ښار د اوسیدونکو ترمنځ د ۲۰۱۴ کال په اړه اوازې چې ګویا له افغانستان سره د اروپايي او نورو دوستو هیوادونو مرستې بندیږي، د دې غلاوو له عمده لاملونو څخه دي. له بلې خوا تاسې هم پوهیږي چې زمونږ په هیواد کې بې کاري، بې وزلي او بې سوادي هم شته''.

د وژنو او تښتونو ترڅنګ په دې وروستیو کې په کابل کې د موټرو د نمبر پلیټونو د غلا پیښې هم زیاتې شوي دي.

د کابل پولیسو د پنجشنبې په ورځ درې غلا شوي موټر او له لسو زیات نمبر پلیټونه د هغو مالکانو ته وسپارل.

د کابل پولیس وايي د جنايي جرمونو د عاملینو نیول کېدل د امنیه قوماندانۍ د نویو امنیتي پروګرامونو پایله ده، چې د ښار د امنیت د خوندي کولو لپاره د سرتیرو زیاتول او د امنیتي ځواکونو د مسلکي مهارتونو لوړول یې مهمې برخې دي.

ورته مطالب