د سولې عالي شورا له اسلامي هېوادونو مرسته غواړي

Image caption د افغانستان په ګډون د نړۍ ۵۷ اسلامي هېوادونو د دغې ټولنې غړیتوب لري، چې تر ډیره پکې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ لپاره کار کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د اسلامي همکارۍ له سازمان نه په دغه هیواد کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د مرستې غوښتنه کوي.

د دغې شورا یو پلاوی په همدې موخه نن ( دسمبر ۲۷ ) د سعودي عربستان جدې ښار ته روان شوی، چې د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې برخه واخلي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ ۵۷ اسلامي هیوادونو د دغې ټولنې غړیتوب لري، چې تر ډیره پکې د اسلامي هيوادونو ترمنځ د همغږۍ لپاره کار کوي.

د سولې عالي شورا مرکچي او ویاند شاهدالله شاهد وايي، د افغانستان د عالمانو شورا مشر قیام الدین کشاف په مشرۍ یو پلاوی سعودی عربستان ته تللی.

ښاغلي شاهد زموږ همکار حفیظ الله معروف ته په مرکه کې وویل چې دغه پلاوی به دا سلامي همکاریو د ټولنې له غړو غوښتنه و کړي، چې په افغانستان کې دسولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

نوموړی وايي ' اسلامي هیوادونه او دیني عالمان دافغانستان په سوله کې ښه رول لوبولی شي او تمه لرو، چې زموږ دهیواد ثبات سره به مرسته وکړای شي'

د سولې د عالي شورا ویاند دارنګه وايي تمه لري چې د غونډې ترڅنګ به دغه پلاوی د سعودي عربستان له چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر هم خبرې وکړي.

له وسله والو طالبانو سره دسولې خبرې وروسته له هغه بندې شوې، چې د روان کال په جون میاشت کې په قطر کې د‌طالبانو لپاره پرانیستل شوی دفتر وتړل شو.

خو ښاغلی شاهد اوس وايي، چمتو دي چې په سعودي عربستان کې ‌طالبانو ته د سولې دخبرو لپاره د دفتر په اړه خبرې وکړي.

نوموړی زیاتوي ' که د ‌‌طالبانو مشران په دې راضي شي، چې په سعودي عربستان کې د سولې خبرو لپاره دفتر ولري، نو د سولې عالي شورا په ټوله کې افغان حکومت به دې له دې کار سره ستونزه ونه لري'

که څه هم ‌طالبانو په سعودي عربستان کې د خپل دفتر د پرانیسلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ښاغلي شاهد وايي، چې یوه ځینې خبرې په دې اړه شوي خو وايي پایله یې نه ده ورکړې.

سعودي عربستان، ترکیه او متحده عربي امارات هغه هېوادونه دي، چې ډیر وخت یې افغان چارواکي او د سولې عالي شورا د طالبانو د دفتر لپاره مناسب ځایونه ګڼي.