کابل کې ځانمرګي برید ۳ ایساف سرتېري وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي، چې د جمعې په ورځ کابل کې د دوی پر پوځي کاروان ځانمرګي برید د ایساف درې سرتېري وژلي او یو شمېر ولسي افغانان یې ټپیان کړي دي.

ایساف د وژل شویو سرتېرو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

کابل پولیسو په وینا دغه برید له ځايي وخت سره سم ماسپښین شاوخوا یوه بجه شوی او هدف یې بهرني ځواکونه وو.

ایساف ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د برید پایله کې یې درې پوځیان وژل شوي دي. خو د وژل شویو پوځیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

بل لور ته کابل امنیې قوندانۍ ویلي، چې پېښه کې شپږ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د کابل پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، چې برید د یوه ګاډي په وسیله شوی، چې له باروتو ډک و.

د نوموړي په وینا دغه برید کابل ګمرک ته نژدې سیمه کې شوی.

د کابل پولیس ویندوی په خبره لومړني رپوټونه ښيي، چې پېښه کې لږ تر لږه شپږ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

Image caption برید د بهرنیو ځواکونو د پوځي کاروان د تېرېدو پروخت شوی.

د حشمت الله ستانکزي په خبره چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو یو ګاډی ویجاړ شوی، خو وايي د تلفاتو په باب یې کره معلومات نه لري.

هغه انځورونه چې ځايي رسنیو خپاره کړي په کې لیدل کېږي، چې د بهرنیو ځواکونو د ګاډو کاروان د هغه ویجاړ شوي موټر خوا کې ولاړ دی چې ځانمرګی برید ګر په کې موجود و.

پېښه هغه ځای کې شوې، چې په شاوخوا کې یې د افغان او بهرنیو ځواکونو مرکزونه او دغه راز د یو شمېر بین المللي ادارو مرکزونه دي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې ګڼو افغان او بهرنیو ځواکونو د پېښې ځای محاصره کړی دی.

بل لور ته وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسوولیت منلی او وايي، بهرنیو ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي.

ورته مطالب